د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کیاني څرګندونې به د بلوچستان ستونزه حل کړي؟


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني


انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کېاني د شورو په ورځ روس ته له دورې وړاندې د بلو چستان د حالاتو په اړه یوه بیانیه کې ویلي، د پاکستان پوځ به تر ایین لاندې په بلوچستان کې د هر قسمه اخستل کېدونکو سیاسي ګامونو ملاتړ کوي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې آی ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کې جنرل کېاني زياتوي پوځ د پاکستان دائين په حدودو کې د هر سياسي عمل په مکمله توگه ملاتړ کوي.

دا چې کارپوهان د پوځ د مشر دې بیان ته په کوم نظر ګوري، په کوټه کې د بلوچستان د ازادۍ ورځپاڼې یو مشر صدیق بلوچ وایي ، د پوځ کار د ملک دفاع کول دي نه سیاست، او د ده په خبره چې د بلوچستان موضوع دا وخت نړیوال حیثیت لري نو ځکه د پاکستاني پوځ مشر روس ته تر دورې له مخه دا څرګندونې کړي.

((روس غواړي چې د تجارت لپاره ورته دا ټولې پولې پرانستل شي او هغوی په اسانه توګه د ګوادر اونورو لارو په ذریعه خپل تجارت وکړي، نو ځکه، کیاني د روس تر دورې وړاندې، هغوی ته دا شاره ورکوله چې پوځ د بلوچستان د سیاسي پر مختګ او امن لپاره هڅې کوي ،ځکه چې ناآرامه بلوچستان او افغانستان د روس په ګټه نه دی. بلوچستان نن سبا یو نړۍ واله موضوع جوړه شوي نو کېاني صرف روس ته دا ښودل غواړي چې دوی د افغانستان لپاره څه کوي.خو زما په خیال دا هسې یو بیان دي.))

صدیق بلوچ وايي ، د پوځ لخوا دا صرف یو بیان وو او د دې عملي کېدل ډیره ګرانه خبره ده.

بلخوا په کوټه کې د ډان ورځپاڼې خبریال سید علي شاه وایي ، په موجوده حالاتو کې که څه هم د جنرال کیاني دا اوسنی بیان اهمیت لري خو د پاکستان پوځ مخکې هم داسی بیانونه ورکړي او هیڅ نتیجې يې مخې ته نه دي راغلې.
دا چې د دې بیان به د بلوڅانو د ګوندونو څه ردعمل وي ، سید علي شاه وايي ، د بلوڅو ګوندونه داسي بیانونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې د بلوڅ ملت پاله ګوند مشر اختر مینګل د پاکستان په سپریم کورټ کې د بلوچستان پر حالاتو خپله شپږ نکاتي فارموله وړاندې کړې وه، چې په کې په دغه صوبه کې د خراب شویو مړیو سلسله ودرول، پوځي عملیات ودرول، د سیاسي کارکنانو تېښتونه ودرول، په وژنو کې ککړ د امنیتي ادارو پر کسانو مقدمه چلول، او په بلوچستان کې د امنیتي ادارو هغه وژونکې ډلې ختمول چې د سیاسي کارکنانو په وژنه کې لاس لري، شاملې وې.

د کارپوهانو په وینا چې د پوځ مشر کیاني دا اوسنی څرګندونې د دوی په خبره په سیاسي فشار کې ورکړی دی .

XS
SM
MD
LG