د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان او روس له یوه بله خار خوري"





د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼي ډان د ايف ايس اعجازالدين مقالې ته د روس يږ يا ميلو او او د شاتو مچی نوم ورکړی دی . لکه له عنوان چې ښکاري ليکوال وايې، دواړه هيوادونه له يو بل څخه ډير خار خوري.

د ليکوال په خبره ، د پاکستان له لومړي وزيراعظم لياقت علی خان هبيا تر آصف علي زرداري پوري هر يو د روس د خبرو اترو په انداز پوهيږي چې د مخمل لاس په پولادي دستانه کې ورکوي.

ايف ايس اعجازالدين د روس د مشر ولاديمير پوتین د پاکستان ځنډول شوي سفر داسې ګڼي چې ګواکې دغه هيواد د پاکستان د خپلواکه جوهري قوت حيثيت ردوي.

او د ده په وينا په دې اړه د پاکستان ردعمل د دواړه هيوادونو د اړيکو لپاره ښه شګون نه دی.

ليکوال په خپله مقاله کې پاکستان او روس له يو بل سره پرتله کوي، دا وښيې چې دوی له يو بل څخه څومره مختلف دي.

دی وايي، روسيانو د زار د باچاهي ظلمونه ګاللي دي او پاکستانيان بيا مهربانه مغل باچاهانو نازولي دي، روس له دووه نړيوالو جګړو او له يوې سړي جګړي ژوندی راوتی دی او پاکستان لا تر اوسه د علاقايې جګړو تر اغيز لاندی دی، روسيانو د کميونزم تجربه کړې او پر اقربا پروری ولاړ سرمايه دارانه نظام لري او پاکستان د اسلامي سوشلزم او د ناروغه آزاد بازار معيشت په مينځ کې را ځوړند دی. روسيان له سوډا بغير وډکا شراب څکي او پاکستانيان بيا له وډکا بغير سوډا څکي.

خو د ليکوال په خبره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې روس د سائبريا لويه وچه لري چې له تیلو او ګيسو تر خولې ډکه ده او پاکستان بيا خفه بلوچستان لري چې د ګیسو او معدني وسائلو تر يو داسي ټغر لاندې پروت دی چې را ویستل يې د وينو په بيه دی او آن دا چې د سياستوالو لاس هم نه ورته رسي.

ددې فرق بيانولو وروسته ليکوال وايې، روس چې د نړۍ د تيلو او ګیسو لويه ذخيره لري نو په خپلو ګټو د پوهيدو تقاضه داده چې پاکستان بايد تر پخوا هم اوس دغه هيواد جدي واخلي.

ايف ايس اعجازالدين پر مخ ليکې، د جنرل اشفاق پرويز کیاني د روس سفر ته به کريملن د پاکستان د پښيمانۍ نه بلکې د خير سګالي په سترګه وګوري.

ليکوال وايې، که د دواړو هيوادونو د تعلقاتو تاريخ ته و کتل شي نو روسيان پاکستان ته اوس د دې خبرې د وريادولو موقع په لاس ورکړېده چې د پاکستان لخوا روس بيخي له هر څه دباندي ساتلو عمل دغه هيواد پر پاکستان بې باوري کړی دی.

د مقاله ليکونکي په خبره ، روسيان له پامه غورځول هغوی ته د انتقام اخیستو بلنه ورکول دي او روس به دغچ اخیستو لپاره د وخت او موقعې انتخاب پخپله خوښه کوي.

ليکوال ايف ايس اعجازالدين خپله مقاله پر دې جمله ختموي، روسيان اوږده لاسونه لري او تر دې هم زياته ښه حافظه ده چې خبره يې کله هم نه هېريږي.

XS
SM
MD
LG