د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او سري لنکا نن د ټي ۲۰ سیمې فاینل لوبه کوي


پراګ - د T-20 یا د شلو اورونو کرکټ د نړیوال کپ لومړۍ سیمې فاینل لوبه به نن د پاکستان او سرې لنکا تر منځ په کولمبو کې کیږي. او دویمه به سبا ته د اسټریلیا او ویسټ انډیز ترمنځ وي، او ګټونکې به يي په فاینل کې یو بل ته مخامخیږي.


د تیرې نهې په ورځ پاکستان د اسټریلیا نه په دوه دیرشو رنزونو میچ وګټو خو تر هغې پورې سیمې فاینل ته د وتلو فیصله ی نوه شوې کله چې د جنوبي افریقې رابن پیټرسن د هند خلاف په یو بال رنز وکړ، او یو سل دوه ویشت رنزونه ي د هند خلاف جوړ کړ، نو پاکستان د ښه رنز ریټ له وجې سیمې فاینل ته ورسید. د هند او جنوبي افریقا ترمنځ په دغه میچ کې زیاتره د پاکستاني لوبډلې مینه والو په چغو فضا ګرمه کړې وه.

نن به دا میچ د پاکستان په وخت ماښام شپږ نیمې بجې شورو کیږي، په پیښور کې د لوبو یو خبریال اعجاز خان واېي د نن په سیمې فاینل کې به په سري لنکا زیات پریشر وي، ځکه چې د نړیوال کرکټ کپ کوربه هم دی.


د سري لینکا او پاکستان ترمنځ اکثره د کرکټ مقابله ډیره سخته لیدل شوې ده، د سږ کا په جون جولای کې د دواړو ترمنځ د کرکټ په لوبو کې سرې لنکا زیات میچونه ګټلې وو، او د T-20 په سپر ایټ لوبو کې سرې لنکا یو تکړه لوبډله ده، چې شکست ورکول به د پاکستان لپاره یو ګران کار وي.

د سري لنکا مهیله جی وردنی واېي دوی به د فاینل ډیر میچونه نه وي ګټلی ، خو دغې ځای ته رسیدل د سرلنکا د لوبغاړو ښه کار کردګي ګڼل کیږي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې په اړه ویل کیږي، چې لوبه يې ډیره باوري نه وي، کله ډیر ښه او یا ډیر خراب هم لوبیږي، د پاکستان لخوا د محمد حفیظ ، شاهد اپریدي، حسن رضا ، سعید اجمل او ناصر جمشید نه د کرکټ د مینه والو زیات امیدونه دي، خو د اپریدي په اړه دا هم مشهوره ده، چې ډیر زر اوټ کیدای هم شي. او د سری لنکا په اړه ویل کیږی د پرې مداسه په سټیډیم کې زیاتره میچونه ی بایللي دي.

سری لنکا لوبډله د T-20 په شپږو سیمې فاینل لوبو کې پنځو ته رسیدلې، او پاکستان د ۲۰۰۷م کال راهیسې هغه لومړنۍ لوبډله ده، چې هر سیمې فاینل ته رسیدلې. په ۲۰۰۹م کال کې پاکستان د انګلینډ په لاډز سټیډیم کې سري لنکا ته د T-20 په فاینل کې شکست ورکړی وو، او درې کاله وروستو دواړه لوبډلې نن یو ځل بیا د کولمبو په پري مداسه سټیډیم کې د یو بل خلاف لوبیږي.

فرخنده وزیر مشال راډیو
XS
SM
MD
LG