د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان د جنګ لمبې بلې دي


سرچینه: ایکسپریس ټرایبیون
ژباړه: مجید بابر

پراګ- د پاکستان نه خپریدونکی د انګريزی ژبي ورځپانی ايکسپریس ټرايبيون کی ليکوال رسول بخش ريس د بلوچستان سوځي د سر ليک لاندي يوه مقاله کي ليکی چي د پاکستان دغه تر ټولو مهمه برخه بلوچستان دا مهال په جذباتي، سياسي او ټولينيزه توګه د سرو لمبو په ولکه کی ده، او لګيا ده اور ي اخستي دي.

ليکوال ليکي چی پدی نږدو کي ي په کراچي کي د ځينو بلوڅو مشرانو سره د مرکو نه دا نتيجه اخذ کړی ده چي هغوي سره دا مهال په پاکستان کي څه کيږی هغوی پدغه هيواد کي ځان پردی ګڼي، او دغه سلوک هغوي په غصه کړې دي. ځکه چي دغه سلوک دهغوی بلوڅ روايات، او غيرت له وجی د خپلي خاوري او ټولني سره تړون کمزوري کړي دی.

ليکوال رسول بخش ريیس زياتوی چی دا سي راپورونه دي چي هغه بلوڅ ځوانان چی د سکولونو او کالجونو ذده کونکې دي دغه سلوک د تاریخی بلوچستان په اړه خوب ليدو باندی مجبوره کړې دي. او دا هغه ځوانان دي چي د تيرو څو کلونو راهیسي لادرکه دي او تر د ا مهال ورپسي خپل خپلوان او ملګري په لټه کی دي. او تر ټولو د خفګان خبره دا ده چي د سړکونو پر غاړو د بلوڅ ځوانانو خراب شوی مړې موندل کيږي،

ليکوال ليکي چي په بلوچستان کي د ددغو ظلمونو په اړه په انديښنو څرګندولو کي بلوڅ مشرتابه يوازي نه ده بلکي د بشري حقونو کارکونکي، رسني او يو شمیر نوري ټولينيزي اداري ددغو ظلمونو ذمه وار د پاکستان امنيتي اداري ګڼي،

ليکوال ليکی چي د بلوچستان د مسلي د پرآمنه حل د پوښتنی ځواب د پاکستان واک مند ګوند ،سیاسی ګوندونو ،اوکسانو له هغه وخت لټول پکار وو کله نه چی د دريو جنګونو شروع کولو خالق جنرل پرويز مشرف په بلوچستان کي د رواني ستونزو د حل لپاره پاکستاني پوځ ځاي پر ځاي کړو. پرويز مشرف په کارګل، قباييلي سيمو او پلوچستان کي د جنګونو شروع کولو حقيقي خالق وو، پکار دا وه چي هغه په بلوچستان کي د ناقلاري او ولسي پاڅون پر شا عملونو ته کتنه کړی وي خو هغه پر ځاي ددي ددغي ستونزي حل د پوځي لاري راويستل غوره کړه او په بلوچستان کي ي جنګ پيل کړو.

ليکوا ل ليکي چی د بلوچستان ستونزه ردول او په دغه سيمه کی د ستونزو پر شا بهرنيو استخباراتي ادارو ته ګتي نيول به ددغي سيمی د ستونزو د حل لاري نوري هم ناميدي خوا ته بوځی، چي له وجي به يی هم دغسي بلوځ ځوانان د پاکستان د مرکز او امنييتي ځواکونو پر ضد جنګیږی او مړه کيږي.

ليکوال رسول بخش رييس ددي مقالي په پاي کی ليکې چی بلوڅان انصاف، په خپله خاوره اختيار او په خپلو وسايلو اختيار غواړي او دا څه بده خبره نه ده. او ددي ستونزي د حل لپاره لومړی ګام دا دې چي هغه اغواکار، تشدد کونکي، قاتلان او قبضه کونکې چي د بلوڅانو د حقونو په غصب کولو کي ککړ دي د قانون منګلو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG