د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پولیسو د خبریالانو پر ضد ایف ايي ار درج کړی


په کوټه کې پولیسو د شپږویشتو خبریالانو پر ضد ایف ايي ار درج کړی دی .

د دوشنبې په ماځيګر د کوټې يو شمیر خبریالانو د وژل شوي خبریال عبدالحق بلوڅ د وژنې پرضد لاریون وکړ چې وروسته بیا پولیسو د دوی پر ضد د کوټې په سول لاین تاڼه کې ایف ايي ار درج کړ.
د بلوچستان د خبریالانو اتحاديې یا (بي یو جې ) تېره شپه ناوخته بېړنۍ غونډه کړېده. خبر یالانو د خپل یو ملګرې عبدالحق بلوڅ د وژنې خلاف مظاهره کړې.

خبریال عبدالحق بلوڅ د سپټمبر پر نهویشتمه نېټه د بلوچستان په خضدار سیمه کې وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG