د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ولس،حکومت او پوځ د خپل وطن د دفاع حق لري"


د افغانستان وزیر دفاع بسم الله احمدي د ننګرهار مومند قام له مشرانو سره ویني
د افغانستان وزیر دفاع بسم الله احمدي د ننګرهار مومند قام له مشرانو سره ویني



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال ابادـ د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران د ګل په ورځ ننګرهار ته راغلي او د ګوشتې ولسوالۍ کې يې د مومندو د قوم مشرانو سره په هغې مسلې خبرې اترې وکړې چې ويل کيږي د پاکستاني مليشو له خوا ورته ویل شي سيمې پرېږدي.

د افغانستان د دفاع وزير بسم الله خان محمدي د خپل راتګ په اړه خبريالانو ته وويل:

« موږ په دې خاطر راغلي يو چې له نيږدې نه د دوی په حال خبر شو. د ګوشتې ولسوالۍ د يعقوبۍ کلی چې د کرښې په غاړه پروت دی او د پاکستان د پوځ له خوا ورته ويل شوي چې خپلې سيمې پريږدي موږ په همدې خاطر راغلي يو چې د دغې سيمې امنيتي وضعيت وګورو. د همدې مسلې په اړه موږ خپلې دپلوماټيکې هڅې په کابل کې پيل کړي. د افغانستان حکومت ته په کار دي چې د ډپلوماټيکو هڅو له لارې دغه مسله حل کړي.او که موږ هر کله په دې وپوهيدو چې زموږ هڅې بې ځايه دي او موږ تر ګواښ او تهديد لاندي يو. د افغانستان خلک، حکومت او وسله وال پوځ د خپلې خاورې د دفاع حق لري.»


د افغانستان د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنګ وايي چې سرحدي پوليس دا توانمندي لري چې د خپلو سرحدونو دفاع وکړي.

« موږ غواړو چې دا مسله له ډپلوماټيکو لارو حل شي او که حل نه شوه، موږ به خپله دفاع پخپله کوو. قومونه او ولسونه له موږ سره دي. په ټولو سرحدونو کې د سرحدي پوليسو تر شاه ملي اردو ځای په ځای ده چې د سرحدونو ساتنه کوي.موږ په مختلفو پړاوونو کې سرحدي ځواکونه نور هم پياوړي کوو. کومې وسلې او تهجيزات چې د دوی په تشکيل کې دي هغه ورته پوره کوو. او کوم حدونه چې له همسايه ملکونو سره لرو، موږ خپل سرحدي ځواکونه په هماغه اندازه هلته سمبالوو.»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د مومندو د قوم مشر فريدون مومند خوښ و چې د ولس په غوښتنه حکومت د ولس ملاتړی شو.

« مخکې له دې چې حکومت، ولسونو او قومونو سره د يو والي اعلان نه و کړی، هم د هغوی فيصله دا وه چې که هر چا په موږ تېری کولو موږ به د خپل ځان دفاع هر حال کې کوو. خو دا چې اوس حکومت راغلو او خپل مسووليت يې احساس کړو، وزيران راغلل، موږ د دوی مننه کوو. له دې سره به نور هم د مومندو قوم د خپلې دفاع لپاره او د خپل وطن د ساتلو لپاره او د تجاوزينو په مقابل کې کلک ودريږي.»

ياده دې وي چې په دې اړه تر اوسه پورې د پاکستان له لورې څرګند دريځ مخې ته نه دی راغلی چې د افغانستان د سرحدي سيمو اوسيدونکو ته يې د سيمې د پريښودو ويلي دي.

XS
SM
MD
LG