د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مندر ورانولو مقدمه تر مذهبي سپکاوي لاندې درج شوه


ظفرکریمي مشال ریډیو

د کراچۍ پولیسو نزدې دوه هفتې وړاندې په دغه ښار کې د هندوانو پر یوه مندر ترسره شوې حمله د مذهبي سپکاوي لاندې لیکلې ده ـ پولیس وایي پر مندر په برید کې یې نهه کسان تورن ګرځولي خو تراوسه یې لا ځوک نه دی نیولی.

د کراچۍ د ګلشن معمار سېمه ایز پولیس وایي، حمله کونکو په سیمه کې د هندوانو د یو مندر ورانولو هڅه کړې وه ـ د یاد کیس تفتیشي افسر حنیف مشال ریډیو ته وویل چې نومول شوي کسان د ستمبر په ۲۱ نېټه د سېمې په هندو ګوټ کې واقع د سري کرشنا رام مندر ته ننوتلي و او د مندر بې حرمتي یې کړې وه ـ

(( حمله کونکو د حملې په وخت په مندر کې ورانۍ کړې،ځینې مجسمې یې نسکورې کړي او د یوې مجسمې په غاړه کې پروت د سرو زرو هار یې هم له ځانه سره وړی دي ـ دوي هلته یو هندو عبادت کونکې وهلې ټکولې او هغه یې ژوبل کړی دی ـ په دغه سېمه کې ۳۰ یا ۴۰ کورونه د هندوانو دي او په خواوشا نوره سېمه کې مسلمانان میشت دي))

د هغه په خبره د سېمې هندوانو کې ویره ترهه موجوده ده او هغوي اول خو ایف ایي ار لیکلو ته تیار نه و او اوس د تورونو کسانو په نیولو کې مرسته نه کوي ـ

پولیس زیاتوي تورن کسان د ګلشن معمار او شاوخوا سېمو استوګن دي او د هغوي د نیولو له پاره امنیتي سرتیرو چاپې وهلي دي خو تراوسه یې څوک نه دی نیولی ـ

یاده دې وي د ستمبر په یویشتمه نېټه د اسلام سپیڅلي دین په ضد د جوړ شوي فلم اینوسینس اف مسلم د غندلو په موخه د پاکستان حکومت د عشق رسول ص د ورځې نمانځلو او عامې چوټۍ اعلان کړی وو ـ په دغه ورځ د پاکستان د نورو ښارونو ترڅنګ په کراچۍ ښار کې هم قهرجنې مظاهرې شوې وې ـ په هغو مظاهرو کې د پولیس سرتیرو په ګډون په لسګونو مظاهرین وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي ول ـ په یادو مظاهرو کې په سرکاري او شخصي جایدادونو ،دوکانونو ،بېنکونو او د مذهبي لږکیو په عبادت ځایونو هم حملې شوې وې ـ

XS
SM
MD
LG