د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فلم د یو فکر او نظرییې وړاندې کولو ښه چوکاټ دی"



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د جمعې په ورځ په کراچۍ ښار کې د لنډو او ډاکومینټري فلمونو جوړه شوې دوه ورځنۍ میله د خالي په ماښام پای ته ورسیده ـ دغه مېله چې د ګندهارا فلم فیسټول په نامه نومول شوې وه د مېلې جوړونکو په وینا شل لنډ او اوږده فلمونه پکې کتونکو ته وښودل شو ـ



د مېلې یوې جوړونکې مهرین کاشف وینا وه چې د مېلې جوړولو مقصد یې دا وو، چې په نوي کول کې د فلم جوړونې او فلم کتنې ته په اړه نوو رجحاناتو ته وده ورکړي:

(( دا د دې له پاره یوه ښه موقع ده چې څوک فلم یا ویډیو جوړه کړي او په دې توګه خپل اواز له نړیوالو سره شریک کړي ـ نن داسې وخت رارسیدلی دی چې پخپله سړی ځان په خپلو پښو ونه دروي او خپل اواز د رسولو له پاره پخپله لارې چارې ونه ګوري نو د خلکو غوږونو ته خپل اواز او خپلې مسلې نه شې رسولی ))


د مهرین په خبره په مېله ښودل شوي ټولو فلمونه په نړۍ کې د رامنځته شویو پېښو په موضوعاتو جوړ شوي وو ـ

په یاده میله د هیل په نوم فلم هم نندارې ته کیښودل شوی وو ـ په دغه فلم کې د یوې هغې کورنۍ کیسه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په قبایلي سېمه کې اوسیږي ـ په فلم کې کورنۍ د تعلیم او زده کړو مینه واله ښودل شوې خو یوه ورځ په ناڅاپي افت کې د ددغې کورنۍ یو شمیر غړي له منځه ځي ـ ددغه کورنۍ ماشوم چې د یاد فلم مرکزي کردار هم ښودل شوی په افت کې د خپلې کورنۍ ژوبل شوي غړي د بیا رغیدو له پاره هلې ځلې کوي خو د دغه هلو ځلو په جریان کې ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي ـ
د مېلې یو بل جوړونکي فصاحت وینا وه چې په ښودل شوو فلمونو کې د زده کونکو له خوا جوړ شوي فلمونه هم د کتونکو له خوا خوښ کړل شولو.

((زموږ سره چې کوم فلمونه راغلي وو په هغو کې زیاتره د زده کونکو له خوا جوړ شوي دی ـ فلم د یو فکر ،نظریې یا خپلې خبرې په هنري انداز د څرګندونې ښه چوکاټ دی ـ او دا یوه ښه طریقه ده ))ـ


د هغه په خبره په ځوانانو کې د قابلیت کمی نشته خو کمی ددې محسوسیدو چې له هغوی سره د خبرې کولو له پاره یو چوتره یا پلیټ فارم نه وو ، داسې مېلې ځوانانو ته دا زمینه برابروي چې خپل جوړ کړي فلمونه له دې لارې خلکو سره شریک کړي ـ



د فیسټول د جوړونکو وینا وه چې په یاده مېله کې د دمصر،دوبۍ او امریکا د هیوداونو فلمونه هم کتونکو ته وښودل شو ـ په فیسټول کې د پوهنتونونو د زده کونکو ترڅنګ د فلمونو لیکوالانو،هنرمندانو او هدایت کارانو هم ګډون کړې وو ـ

XS
SM
MD
LG