د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو ته کتنه


منورشا

ای ایف پي خبري اژانس د یو پاکستاني پولیس چارواکي په حواله لیکي، دکراچۍ په هندو ګوټ سیمه کې چې کومو کسانو د هندوانو عبادت ځای وران کړی، دهغوی خلاف د مذهب د سپکاوي لاندې مقدمه درج کړی شوې ده. دغه پېښه دستمبر په یوویشتمه نیټه په هغه ورځ رامنځ ته شوې وه چې په ټول هېواد کې دعشق رسول ورځ نمانځل کیدله.


ای ایف پي، د پولیس افسر محمد حنیف دخولې لیکي، په دغه ورځ ځینې قهرجن مظاهره کونکي، دیو ملا په مشرۍ کې دغه مندر ته ورغلل اودغلته کې موجود بتان او نور مذهبي نښې نښانې یې تباه کړې. هلته د یو هندو مشر مهراج وايي چې مظاهرین د مندر نه وروسته دهغه کور ته ورغلي او او دهلته نه یې ټول قیمتي سامانونه له ځانه سره وړي دي.

ای ایف پي لیکي، وخت په وخت پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون نیوکې کیږي . خو په دې ورستیو کې په دروغه په یوه عیسايي جینۍ د مذهب د سپکاوي تور لګونکي ملا ددې قانون ښکار شوې او دا اوس د هندو مذهب په سپکاوي کې د تورنو خلکو خلاف مقدمه درج کړې شوې ده. ددې جرم لاندې ملزمانو ته زیات نه زیات د لسو کالو د قېد پورې سزا کیدلی شي.

بلخوا، ډان ورځپاڼه خپله یوه مقاله کې لیکي چې د افغانستان په یوولس کلن جنګ کې د امریکا خوا شا ۲۰۰۰ پوځیان وژل شوي چې زیاتره یې په دې ورستیو میاشتو کې وژل شوي دي.

په دې کې ځینې هغه هم شامل دي چې دافغان پوځیانو لخوا په نښه کړی شوي دي.
دورځپاڼې په باور، نېټو او امریکايي ځوااکونه هڅه کوي چې د افغان ځواکونو د تربیت او هغوی سره مرستې وکړي خو په داسې حال کې چې ځیني افغان پوځيان خپل ملګري بهرني پوځیان وژني آیا دغه مشن به ترسره شي ؟

بلخوا ورځپاڼه، افغانستان کې دوژل شويو بهرني پوځيانو شمیره، د بیلا بیلو سرچینو لخواجدا جدا ښايي؟
دورځپاڼې په وېنا که څه هم د امریکا صدر د ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان نه د پوځونو دویستلو ژمنه کړې خو اوس هم دغه هېواد کې اوسطاً هره ورځ یو بهرنی پوځي وژل کیږي.

دا راز ترد ې دمه ۳۳۰۰۰ امریکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خو اوس هم ۶۸۰۰۰ امریکايي په پوځيان په افغانستان کې پاتې دي. او ځینې به یې د ۲۰۱۴م کال وروسته هم دافغان ځواکونو د تربیت لپاره پاتې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG