د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خضدار کې ځايي خبریال عبدالحق بلوڅ ووژل شو



په بلوچستان کې د خضدار پريس کلب جنرل سکټري چې د پاکستان د يو شخصي ټي وي سره هم کار کوي، ناڅرګنده وسلوالو په ډزو وژلې دی.

په سيمه کې زموږ د خبريال د خبر له مخې د شخصي ټي وي ای آر وايي خبريال عبدالحق بلوڅ پرون ماښام په چاکر خان لاره له پريس کلبه کورته روان و، چې وسله والو پری ډزی وکړی.

نوموړي د يوې ځايې ورځپاڼې لپاره هم کار کاوه.د عبدالحق خپل خپلوانو ویلي ، دوی له چا سره هيڅ ډول دښمني نه لري .

په بلوچستان کې د دوه زره اتم کال نه تر اوسه څوارلس خبريالان وژل شوي دي. پاکستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شمیرل کیږي چیرته چې خبریالان ناخوندي ژوند تیروي.

ځیني خلک د خبریالانو د وژنې پړه په استخباراتي ادارو او ځیني هم په وسله والو ډلو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG