د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان کې استخباراتي ادارې وژونکې ډلې نه لري'


احمد شاه اعظمي

د پاکستان حکومت ويلي چې د هيواد استخباراتي ادارې په بلوچستان کې ډېت سکواډ يا وژونکې ډلې نه لري. تر دې وړاندي د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چوهدري حکومت ته ويلي و چې آی اېس آی او اېم آی دي خپلي وژونکې ډلې له کاره واچوي.


د بلوچستان چيف سېکرټري بابر يعقوب فتح محمد د پاکستان په سپريم کورټ کې بيان داخل کړی چې په بلوچستان کې د هيواد استخباراتي ادارې آی اېس آی (انټر سروسز اينټېليجنس) او اېم آی (ملټري اينټېليجنس) هيڅ ډول وژونکې ډلې نه لري.

د جمعې په ورځ په سپريم کورټ کې درې کسيزه بېنچ د چيف جسټس افتخار محمد چودري په مشرۍ کې د بلوچستان د ناامنۍ د کېس اورېدنه وکړه.

نوموړي تر دې وړاندي د پاکستان لوی څارنوال او د بلوچستان چيف سېکرټري ته ويلی ول چې آی اېس آی او اېم آی دي په بلوچستان کې خپلي وژونکې ډلې له مينځه يوسي چې په ځواب کې يې حکومت ويلي، په دې صوبه کې استخباراتي ادارې هيڅ ډول وژونکې ډلې نلري.

دا چې په بلوچستان کې په رښتيا هم استخباراتي ادارې وژونکې ډلې نلري؟ په کوټه کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن يو مشر ظهور شاهواني مشال راډيو ته وويل:

((موږ چې پرون په سپريم کورټ کې وړاندي شو نو هلته اختر مېنګل په خپل بيان کې دا خبره کول چې آی اېس آی، اېم آی او اېف سي والا په بلوچستان کې ډېت سکواډ (وژونکې ډلې) لري او خلګ پورته کوي. بايد چې دا ژر تر ژره بند شي. يو سړی دی چې په ۱۵ ګاډيانو کې ځي، پرايوټ سړی دی او په پرايوټ ګاډيانو کې ځي. خلګو ته د هغوی نومونه مالوم او په دې هم خبر دي چې اېف سي او پوليس والا له دوی سره کار نلري. نو د دې مطلب دا دی چې حکومت او ادارې د هغوی ساتنه کوي))

بلخوا په بلوچستان کې د لادرکه کسانو د تنظيم مذستيال مشر عبدالقدير بلوڅ چې په وينا يې زوی هم استخباراتي ادارو تښتولی دی وايي، آی اېس آی، اېم آی او اېف سي خپلي ډلې لري چې عام کسان په تښتوي او په وژني يې:

((آی اېس آی، اېم آی او اېف سي يو ذېلي ښاخ لري، ډېت سکواډ يې شته او هر ځای د هغوی خلګ وي. د بلوچستان په مختلف علاقو کې د دوی دغه ډلې کار کوي. خلګ پورته کوي او بيا يې وژني. د هر قوم کسان دوی وژلي دي. دا نه چې يوازي زموږ کسان وژني بلکې پښتانه، هزارګان او د مذهبي اقليتونو کسان وژني))

دا چې د استخباراتي ادارو د وژونکو ډلو د شتون په اړه څه شواهد او ثبوتونه شته؟ عبدالقدير بلوڅ زياتوي، سپريم کورټ پخپله شاهد دی او په کوټه کې د سپريم کورټ لخوا د اورېدنو پر مهال تر تښتولو وروسته يو خوشي شوي بلوڅ هم چيف جسټس ته د سترګو ليدلی حال وويلی:

((بصرا بګټي د ده نوم و او ده په کوټه کې د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ته بيان او ګواهي ورکړه چې زه يې هم پورته کړی وم او پنځه شپږ مياشتې يې زه نيولی وم او پر ما يې ډېر ظلم کړی، عذابونه او اذيتونه يې راکړي دي. ده وويل چې ما هلته په خپلو سترګو ۸۰ بلوڅان وليدل چې دوی پورته کړي وو. دا حال د يوه قلي کېمپ او اذيت خانې دی. دا ډول اذيت خانې دوی د بلوچستان په ډيرو علاقو کې لري. دوی تر اوسه زموږ د ۵۰۰ کسانو مړي غورځولي دي چې وژلي يې ول او ۴۰۰ کسان يې په ټارګټ کلنګ (هدفي وژنو) کې را وژلي دي))

په بلوچستان کې د ډيرو کلونو راهيسي د ناامنۍ پيښې رواني دي چې د خلګو تښتول او بيا وژل يې په لومړي سر کې راځي. بلوڅ ملتپال مشران د روانو حالاتو پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو او حکومت اچوي. د بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر او د صوبه بلوچستان پخواني وزيراعلی اختر جان مېنګل د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل چې بلوڅان تر نن ورځې پوري د پاکستان ښاريان نه دي منل شوي.

((تر نن ورځې پوري موږ د دې هيواد ښاريان و نه منل شو. که چيري منل شوي وای نو پنځه ځله به پر موږ پوځي عمليات نه کېدل او زموږ د ماشومانو پر مړو بدنونو به د پاکستان زنده باد نارې نه ليکل کېدې. تېره ورځ ما په سپريم کورټ کې هم په سپينه توګه يوه خبره وکړه چې تر دې ويني تويني او اخ و ډب به ښه وي چې يو بل ته غاړه ورکړو او يو بل ته په مخه ښه و وايو او جلا شو))

په بلوچستان کې که يوې خوا ته بلوڅ سياستوال د بلوڅانو د حقونو لپاره ږغ پورته کوي نو بلخوا د بلوڅانو ځيني بېلتون غوښتونکو ډلو وسله واله مبارزه پېل کړې ده.

پر ملتپالو بلوڅانو سربېره د بشري حقونو يو شمېر مبارزه کونکو د سپريم کورټ لخوا د پورته کړل شوو ګامونو څخه مطمينه نه دي او وايي چې عدالت د ۶۸ اورېدونو پر مهال ۶۰ حکمونه جاري کړي دي چې پر يوه يې هم عملي ګامونه نه دي پورته کړل شوي.
XS
SM
MD
LG