بنو - په پاکستان کې د ټولو قبایلي سیمو د جرګې ۱۶ کسیزې کمېټۍ غړو د شنبې پر ورځ د خيبر پښتونخوا په بنو کې لویه جرګه کړې ده.
دا جرګې له مودې راهیسې په بېلا بېلو سیمو کې روانې دي.
د جرګې موخه په راتلونکې کې د قبایلي سیمو د سیاسي او انتظامي حیثیت په اړه پرېکړه کول دي.
د شنبې ورځې جرګه له اتمانزیو او احمد زیو وزیرو مشرانو سره شوې ده چې په کې له شمالي وزیرستان راغلیو قبایلي مشرانو ګډون کړی دی.
د جرګې پر مهال په بحث کې زیاتره قبایلي مشرانو وویل چې د قبایلي سیمو راتلونکې پرېکړه به ((په غره کې مېشت قبایلیان کوي)).
دوی وویل، د قبایلي سیمو ځانته حیثیت غواړي.
جرګې ته قبایلي مشرانو ویناګانې وکړې چې تاسې یې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د ټولو قبایلي سیمو لویې جرګې غونډې به په راتلونکې کې د لکي مروت او کواټ په نیمه قبایلي سیمو کې کېږي.
تر دې وروسته به آخري لویه جرګه په پېښور کې کېږي.