د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډرون بريدونو هیڅ سمجهوته نه کوو. پاکستان


رياض موسه خېل مشال رېډيو

اسلام آباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامییه کې د امرېکایې ورځپاڼې وال سټريټ جرنل هغه رپورټ په بشپړه توګه رد کړی چې وایي، پاکستان په پټه امریکا ته د ډرون بريدونو اجازه ورکړېده او په کومو ځایونو چې ډرون بریدونه کوي د هغو مالومات له دوی سره شریکوي.

په جاری شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي چې ډرون بريدونه د تره ګرۍ ضد جنګ کې ګټه نه ورکوي او دایې ېر قانوني بللي دي.او پاکستان به کله هم په خپله خاوره او سلامتۍ سمجهوته ونکړي.

خو له مشال رېډيو سره پر ډرون بريدونود پاکستاني حکومت د دريځ په اړه د سيمه ايزو چارو کارپوه خادم حسين وايي، که څه هم پاکستان دا عمل د خپلې ملکي خودمختیارۍ پر ضد ګام بولي خو د ده په خبره چې له امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې دا یواځني موثره وسله ده او هغوی ته یې ګټه هم رسولې ده. د نوموړي په خبره امریکا نه غواړي چې د دې پر ځای بله لار ولټوي.

دې زياتوي چې په کومو سيمو کې ډرون بريدونه کېږي د هغه ځای خلک یې ګټور بولي، ځکه چې دې کې مخصوص ځايونه او خلک په نښه کېږي چې ورسره د عامو خلکو زيان نه کېږي.

د پوځي او دفاعي چارو د کار پوه او د پاکستاني پوځ پخوا نی برېګېډیېیر اسد منیر هم وايي، چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې ډرون بريدونه ډېر ګټور دي او د وسله والو اکثر مشران يا نورغړي په دې بريدونو کې وژل شويدي خو بيا هم د دې جنګ ګټلو له پاره يواځې پوځي اپرېشنونه نه بلکې په دغه سيمو کې اقتصادي او معاشي بدلون پکار دې.

دی زیاتوي چې دغه سيمو کې لویې منصوبې پکار دي چې ورسره دغه خلکو کې دا احساس پېدا شي چې قباییلي سيمه اوس هغه پخوانۍ علاقه نه ده بلکې دلته د روزګار ډېرې موقعې دي او په دې سره به په دغه سیمه کې ترهګري هم ختمه شي.

د ذکر وړ ده، امريکا تورلګوي چې د پاکستان په قباییلي سيمو کې د حقاني ډلې او القاعده په ګډون نور وسله وال پناه ګاوې لري چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له پاره ګواښ دی، او وخت په وخت په دغه سيمو کې په ډرون بريدونو کې د دغه ډلو د غړو او مشرانو د وژنې ادعاوي هم کوي. خو له دې سره سره پاکستان په بيا بيا د دې بريدونو غندنه کوي او په دا ورستيو کې پاکستانۍ خارجه وزيرې چې دا وخت د امريکا په دوره ده هم دا برېدونه د نړيوالو قوانینو ضد بللی دی.

XS
SM
MD
LG