د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۸ م کال پورې ګوزڼ ناروغي له مینځه وړو. ګېټس


د کمپوټر سافټ وئير کمپنې مائيکرو سافټ مشر او بشر دوست بل ګيټس
د کمپوټر سافټ وئير کمپنې مائيکرو سافټ مشر او بشر دوست بل ګيټس





د کمپوټر سافټ وئير کمپنې مائيکرو سافټ مشر او بشر دوست بل ګيټس چې په ټوله نړۍ کې ګوزڼ ناروغي پرضد کمپاين چلوی هيله څرګنده کړي چې تر ۲۰۱۵ کال پوري به يو ماشوم هم د ګوزڼ ناورغي له کبله معذور او شل پاته نه شي او تر ۲۰۱۸ کال پوری به دغه ناروغي په مکمله توګه له منځه لاړه شي.

د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلي سره په څنګ د يوي لوړي کچې غونډي نه وړاندی بل ګيټس وويل چې د ګوزڼ ناورغي يواځې په پاکستان، افغانستان او په نايجېريا کې شتون لري. بل ګيټس له پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری سره هم ملاقات کړي. د ولسمشر دفتر نه خپور شوي بيان کې ويل شوي چې په ملاقات کې زرداری د ګوزڼ ناروغي باندې قابو موندلو لپاره د نړيوالې کچې هلو ځلو زور راوړي.

ولسمشر زرداری وويل چې پاکستان د ګوزڼ ناروغې په اړه له اندښنو خبر دی او په دې لړ کې به له نړيوالي ټولني سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي.

زرداري ویلي، چې پاکستان د ګوزڼ ناروغي ختمولو په لړ کې پرله پسې پرمختګ کړی، په ۱۹۹۹ کال کې د دغي ناروغي پرضد کمپاين پخوانۍ وزيراعظمې بينظر بټو شورو کړي وو چې اوس يې د هغې لور پرمخ بیايي.

د پاکستاني حکومت د پورته شويو ګامونو په اړه ولسمشر زرداري وايي، چې د ګوزڼ ناروغي ختمولو لپاره يې بيړنۍ اداره جوړه کړې، د ده په وينا په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغي شتون يو شمير وجوهات لری چې پکې امنيتي حالات او سيلاوونه شامل دي.

په ملاقات کې ولسمشر اصف علي زرداري د بل ګيټس مننه وکړه چې د ګوزڼ پرضد د کمپاين مشري کوي.

د بل او مېلیڼډه ګيټس فاونډيشن بنسټ په ۱۹۹۴ کال کې اښودل شوی وو او د صحت نړيوال پروګرام لاندې د ګوزڼ ناروغي پرضد کمپاين چلوي.

XS
SM
MD
LG