په لاس اېنجلس کې یوه قاضي ویلي، نېکولا بیسېلې ناکولا ښايي د عدالت له کارروایۍ وتښتي او هیواد پرېږدي. عدالت تر یوې اورېدنې وروسته د نوموړي د نیولو امر ورکړ خو دی به په پیسو خپل ضمانت هم نشي کولای.
نېکولا باسیلي نېکولا په ۲۰۱۰م کال کې د یوې دهوکې پر سر له سزا شوې مودې سرغړونه کړې او ښايي چې د دوو کالو د بند سزا ورکړل شي.
نوموړي په بانک کې د درغلۍ کولو په تور زنداني شوی وو. پر نېکولا بندیز وو چې انټرنیټ به نه کاروي او د افسر له اجازې پرته به مستعار نوم هم نه کاروي.
نېکولا عیسوی دی او په خټه مصری دی.
ده تر هغې وروسته ځان پټ کړی وو چې کله د یوه امریکايي فلم په جوړولو کې د لاس درلودو له پاره وپېژندل شو. د هغه فلم ( د مسلمانو معصومییت) په یو ټیوب خپور شو او په مسلمانه نړۍ کې یې ژښته قهر او غوسه راپارولې ده.