د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ مېډیا افغانستان څنګه انځوروي




امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټائمز وايي، افغانستان په خپلو جنوبي برخو کې چې پکې د لوستلو شرح نهه ویشت فيصده ده پر پاکستاني اخبارونو بنديز لګولی دی.

ددې هيواد د کورنيو چارو وزارت د بنديز په حکم کې ويلي، پاکستاني اخبارونو د طالبانو په خوله خبري کوي او د هغو لپاره د پروپګنډې په توګه کار کوي.

نيويارک ټائمز وايي دې نيشن د رپورټ ورکونکي صحافي د نوم پر ځای د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي نوم لیکلی وو یعنی په بله مانا لکه چې قاري يوسف دې نيشن رپورټر وي.

نيويارک ټائمز په خپل رپورټ کې د پاکستان د ځينو اخبارونه د افغانستان په اړه له تعصبه د ډکو رپورټونو او څيړنو د څرنګوالي جاج اخلي.

ورځپاڼه په دې اړه د پاکستان د انګريزي اخبار دې نيشن حواله ورکوي .

کله چې د افغانستان په سپين بولدک کې پر عسکرو ځانمرګی بريد وشو نو د صحافتي اخلاقو او قدرونو مطابق ددې سرخي بايد داسی وايه، ( په سپن بولدک کې ځانمرګې بريد اتلس افغان عسکر ووژل) خو د ورځپاڼي په وينا دې نيشن په خپله سرخي کې ځانمرګې بريد ته د شهادت بريد او وژل شوي اتلس عسکر يې ګوډاګي ( کټ پتلي) ياد کړل او ددې خبر سرخي يي داسي ورکړله،( اتلس ګوډاګيان د شهادت په حمله کې ووژل شول)

خو نيويارک ټائمز وايي دې نيشن د رپورټ ورکونکي صحافي د نوم پر ځای د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي نوم لیکلی وو یعنی په بله مانا لکه چې قاري يوسف دې نيشن رپورټر وي.


نيويارک ټائمز بل مثال د جنګ اخبار د ليکوال انصار عباسي د يوې ليکني ورکوي چې وايي پاکستاني او امريکايي حکومتونو افغانستان، يهوديانو او عيسايانو ته سپارلی دی چې له تيرو يوولس کلونو راهیسي د سلګونو زرو کسانو ويني تويوي.

دا شان په” نوایې وقت ” اخبار کې بيا يو بل ليکوال وايي امريکا لا د وړاندې په افغانستان کې ماتې خوړلې او زيات شمير عسکر يې په نشو روږدي شوي دي.


نيويارک ټائمز د انګريزي ژبي د ورځپاڼی دې نيوز مثال هم ورکوي چې داحمد قريشی او د ډاکټر عبدالقدير خان چې دواړه ښي لاسي دي مضمونونه په باقاعده توګه خپروي.

خو د امريکايي ورځپاڼي په وينا سر بيره پر دې د پاکستان مطبوعات پر افغان ولسمشر حامد کرزي او امريکا زيات تنقيدونه کوي خو د پاکستاني ورځپاڼې دې ډيلي ټائمز ايډيټر راشد رحمان بيا وايي دا فيصله کول ګرانه ده چې ګواکې پاکستاني مطبوعات د طالبانو حمايت کوي.

نيويارک ټائمز د پاکستان د انټر ميډیا نومي ادارې چې په دې هيواد کې د ميډيا په پرمختيا کار کوي د مشر عدنان رحمت له خولې وايي کله چې په ۲۰۰۱م کال کې امريکا په افغانستان کې طالبان له مينځه يوړل، نو پاکستاني ميډيا زياته طالب پلوه وه خو چې کله خپله په دې هيواد کې وسله وال طالبان را پيدا شو نو په دې کې بدلون راغلی.

نيويارک ټائمز وايي، په افغانستان کې پر پاکستاني اخبارونو د بنديز پر ګام د پاکستان د مطبوعاتو تنظيم ژور خفګان ښودلی دی او دايې د خلګو د پوهيدو پر حق تيری بللی دی.

XS
SM
MD
LG