د لاسرسي ځای

تازه خبر

" خبریالانو ته وسله وال او سرکار دواړه دړکې ورکوي"


دشمالي وزیرستان خبریال حیات الله په ۲۰۰۶م کال کې ووژل شو
دشمالي وزیرستان خبریال حیات الله په ۲۰۰۶م کال کې ووژل شو

ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ـــــــ په پاکستان کې د نظر پوښتنې يوې ادارې انټر ميډيا په يوه سروي کې وايي چې په قبايلي سيمو کې ۵۰ فيصده خبريالانو ته تير کال د مختلف نوعيت دړکي ورکړل شوی، د سروی ترمخه په خيبر پښتنونخوا کې ۸۷ فيصده خبريالان وسلوال او په دويم نمبر امنيتي اداري تر ټولو لوي خطره ګڼي.

د قبايلي سيمو د خبريالانو ټولنې مشر صفدر حيات داوړ وايي، چې په ډيره لږه موده کې ۱۲ قبايلي خبريالان وژل شوي او يو شمير له خپلو سيمو څخه هجرت کړی دی. د ده په وينا پر قبايلي خبريالانو له هر اړخه فشارونه دي.

دي زياتوی ((اوس خو ډيره خطرناکه خبره ده، په سيمه کې ښکېلې ډلې چې مفاد لري ميډيا د خپلو مقصدونو لپاره استعمالول غواړي. دا يوه غټه مسله ده يو خبريال ته يوه خبره کوي چې ته دغه رپورټ ورکړه، اخوا بيا پوليټکل انتظامیيه وايي چې دا رپورټ وکړه، ولس بله خبره کوي چې دا خبره خپره کړه، نو چې په يو رپورټ کې دومره دلچسپي مخې ته راشي تاسي خپله فکر وکړی چې موږ بيا کومه خبره خپره کړو. خو د خطرو باوجود غير جانبداره رپورټ وکوو.))

په پيښور کې د خبريالانو د ټولنې پخوانی مشر شميم شاهد په دې دريځ دی چې په قبايلي سيمو کې ۵۰ نه بلکي ۱۰۰ فيصده خبريالان له خطرونو سره مخامخ دي، د ده په وينا ۲۰ کاله وړاندي همدغه شان حالات په کشمير کې وو چرته چې خبريالان له يوه عجيبه حالاتو سره مخامخ وو، دوی نه خو د هغې غاړي او نه هم د دې غاړي خبر ورکولای شو.


شميم شاهد وايي ((صحافيان له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دی. شاو خوا د ۶۰ نه واخلې تر ۷۰ فيصده پوري خبريالانو په حقيقت کې له دغو ځاينو هجرت کړی دی. هغوی خپل کورونه پرې اېښي دي، دوي يا خو په پيښور، ايبټ اباد، کوهاټ او يا په ديره اسماعيل خان کې اوسيږي، بيا ځينو پسي ترهګر او يا جاسوسي اداري ايبټ اباد پوري رسيدلي او هلته يې هم نه پريږي.))

د قبايلي سيمو خبريالانو په اړه شوی سروی کې ۶۰ فيصده کسانو دا خبره هم څرګنده کړي چې د پوليټکل انتظامي لخوا ځورول کيږي او ورته دړکي ملاويږي. په دي کې تر ټولو زياتې دړکې د باجوړ ايجنسۍ خبريالانو ته ملاو شوي دي. په سروې کې ويل شوي چې دا يوه حيرانونکي خبره ده ځکه چې ۷۳ فيصده د خبرونو سرچينه پوليټکل ايجنټ وي.

په دي اړه مو چې کله د باجوړ ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ عبدل جبار شاه سره خبري وکړي نو هغه دا تورنه په مکمله توګه رد کړل او وويل ((خبريالانو ته مو تحفظ ورکړی، دوی مو ځورولي نه دي. په باجوړ کې چرته هم ځورول نه کيږي. موږ عام ولس نه ځورو نو خبريالانو سره به څنګه زياتی کوو.))
که يو خوا په قبايلي سيمو کې خبريالان امنيتي ستونزو او په کار کې ننګونو سره مخامخ دي نو بلخوا ورته بنيادي سهولوتونه هم نه ورکول کيږي. د يو شميری ترمخه ۹۴ فيصده قبايلي خبريالانو ته د روغتيا اسناتياوې نه ورکول کيږي.

بلخوا د قبايلي سيمو خبريالان وايي، د حکومت لخوا سياسي اصلاحات تر هغې نشي کاميابېدای تر څو په ميډيا بنديزونه نه وي لرل کړل شوي او دوی ته تحفظ سره سره بنيادي سهولتونه نه وي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG