د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان د حقوقي زدکړو پروژه وغځوله




د امريکا د بهرنو چارو وزارت په خپل یوه خپور کړي بیان کې ویلې چې دغه وزارت د نشيي توکيو او د قانون نافذولو چارو نړیوالې ادارې د حقوقي زدکړو سټنډفرډ سکول ته تر پنځو کالونو پورې ۷.۲ میلون ډالر مرسته اعلان کړې چې په افغانستان کې د نویو حقوقي زدکړو پروګرام وغځوي.

د افغانستان د حقوقي زدکړو پروژه به له خپل اوسني ملګري د افغانستان امریکايي پوهنتون سره د ښوونې لړۍ پراخوي چې په کې به طالبعلمان د افغانستان په کابل کېمپس کې د پنځو کالونو په موده کې د بېچلېر آف ارټس او بېچلر اف لا ډګریانې ترلاسه کولای شي. د ډګریو د ترلاسه کولو دغه نوي پروګرام کې به افغان زده کوونکو ته روزنه ورکول کېږي چې مسلکي حقوقپوهان یې کړي او دغه ډول به دوی په حقوقي خدمتي چارو کې چې ډېر زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي، پراخ استازیتوب ولري، د افغانستان آیین یا اساسي قانون په پلي کېدلو یا نافذلو کې به مرسته وکړي، په دغه هېواد کې د قانون په مټ په استحکام راوستو کې به لاس ورسره یوسي، او د دې جوګه به شي چې راتلونکي افغان کل ته حقوقي ښوونې ورکړي.

د افغانستان حقوقي زدکړو پروژه به افغان زدکوونکو ته پر له پسې د زکړو لپاره نصابي کتابونه چې د حقوقي زدکړو سټنډفرډښوونځي زدکوونکو لیکلي، او د افغانستان امریکايي پوهنتون حقوق څانګې، جګپوړو قاضیانو، چارواکو او په افغانستان کې قانوپوهانو تر پوره څارنې لاندې کتلي، دوی ته ورکول او ښودل کېږي.

په دې نصاب کې پر عملي مهارت، او مسلکي مسولییت، ټينګار شوی او په جنايي، کاروباري، نسبتي، اسلامي، او نړیوال قانون په رڼا کې معنوي لارښوونه کېږي.

په افغانستان کې حقوقي زدکړې د پوهنځي تر کچې دي. زدکوونکو به لومړی په حقوقي برخه کې د بېچلر سند تر لاسه کولو لپاره دوه کاله د حقوقو پوهنځي کې داخله اخلي او بیا د ډګرۍ د تر اخیستو پورې به درې نور کالونه په پوهنتون کې د حقوقو زدکړې کوي. د دغه نوې حقوقي ډګرۍ پروګرام له مخې به د حقوقپوهانو لومړۍ ډله په ۲۰۱۵ م کال کې خپلې ډګریانې یا اسناد ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG