د لاسرسي ځای

تازه خبر

"احمدي نژاد باید پاروونکې څرګندونې ونه کړي"


د ملګرو ملتونو جنرال سیکرېټري بان کي مون او د ایران ولسمشر احمدي نژاد
د ملګرو ملتونو جنرال سیکرېټري بان کي مون او د ایران ولسمشر احمدي نژاد



د ملګرو ملتونو جنرال سیکرېټري بان کي مون د ایران ولسمشر احمدي نژاد ته د پارونکو څرګندونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی. دواړو د تیر اتوار په ورځ په نیویارک کې د نړیوالو مشرانو د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې تر کلنۍ غونډې وړاندې لیده کاته کړې.

د بان کي مون خبرداری د ایران د انقلابي ګارډ د بریګیډیر جنرل امیر علي حاجي زادې د هغه بیان وروستو مخ ته راغلی چې پکې د تیر اتوار په ورځ دا ویل شوي، چې ایران په اسرایلو لومړی حمله کولای شي، که چیرې دوی ته دا مالومه شي، دغه هیواد په دوی د حملې تیاری کوي.

بان کي مون احمدي نژاد ته دا هم ویلي، باید ایران نړیوالې ټولنې ته باور ورکولو لپاره هغه ټول څه وکړي، چې وښيي د دوی ایټمي پروګرام د پرامنه مقاصدو لپاره دی. ایران د غرب هغه تورونه ردوي چې ګنې دوی په پټه ایټمي وسلې پراخوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG