د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د سولې اونۍ لمانځل کېږي




بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال ابادـ روانه هفته په افغانستان کې د سولې اونۍ په نوم نومول شوې ده. په همدې لړ کې د ګل په ورځ په ننګرهار کې د سولې د عالي کميسيون ولايتي کميټې يوه غونډه رابللې وه چې په ولايتي ادارې سربيره په کې د بيلابيلو ولسواليو قومي مشرانو او د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو يو شمير استازو هم ګډون کړی وو.

د ننګرهار د سولې د عالي کميسيون د ولايتي کميټې مشر ملک نذير
د ننګرهار د سولې د عالي کميسيون د ولايتي کميټې مشر ملک نذير

په پيل کې د ننګرهار د سولې عالي کميسيون د ولايتي کميټې مشر ملک نذير پرانيستونکي وينا کې وويل:

« له تاسو ټولو مې هيله دا ده چې د سولې د راوستو په لاره کې له زړه همت وکړیء، ملا وتړیء او مرورو وروڼو ته غږ وکړیء راشیء او د سولې په ټغر کېنیء او د سولې خبرې وکړیء. په جنګ او جګړو دا ملک نه جوړيږي. حکومت سره له دومره زوره چې توپ، ټانک او جهازونه لري، هغوی تاسو نه ولي او تاسو په يوه شلخي ټوپک مټې رانغښتي راځۍ او د حکومت د نيولو او چپه کولو اراده دې وغورځوﺉ.»

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی
د ننګرهار والي ګل اغا شيرزی

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي هم په قومي مشرانو غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې دې د سولې پيغام خپور او مرور وروڼه دې سولې ته راوبولي.

« زه له خپلو قومي مشرانو او عزيزانو څخه دا هيله لرم چې خپلو کليو او سرحدي سيمو ته د سولې پيغام له ځانه سره يوسي او هغه مرور ورونه چې خلکو تير ايستلي او اوس پرې خپل ورونه او د اکا زامن وژني، هغوی ته ووايي چې موږ جنګ نه غواړو موږ سوله غواړو.»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د د ننګرهار د خلکو استازي په خپلو خبرو کې په بهرنيو غږ وکړ چې ولايتي اداره او د سولې کميټه دې تقويه کړي چې د سولې په راوستو مثبت ګامونه واخلي:

د افغانستان ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی فریدون مومند
د افغانستان ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی فریدون مومند

« په افغانستان کې سوله په امريکا کې سوله ده. په افغانستان کې سوله په اروپا او اسيا کې سوله ده. دوی دې په خپلو ملکونو کې د سولې د راوستو په خاطر په افغانستان کې صادقانه اقدام وکړي، د سولې شورا او زموږ ولايتي اداره دې حمايه کړي. که زموږ ولايتي اداره او د سولې شورا په لاس کې څه ونه لري، نو تشې خبرې هيڅ نتيجه نه ورکوي. خلک به تر څو د دوی په خبرو اعتماد وکړي، اخير به خلک بغاوت کوي، پاڅيږي به او بيا به د يو بل ناورين او جنګ سره مخ کيږي.»

په غونډو کې ځينو قومي مشرانو هم خپلې څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دوی له پخوا نه په خپلو سيمو کې د سولې د راوستو په لار کې ژمن دي او هڅه به وکړي چې مرور ورونه د سولې بهير ته راوبلي.

XS
SM
MD
LG