د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د عیسایانو عبادتګاه سوځول منفي تاثر خورول دی"


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري



د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اسلام مخالفه فلم جوړولو خلاف په مظاهرو کې د خیبر پښتونخوا په مردان کې د یو چرچ د ورانولو غندنه کړې، او ویلي دې چې په دې سره په نړۍ کې د مسلمانانو په اړه منفي تاثر جوړېږي.

د تیرې جمعې په ورځ په پاکستان کې په امریکا کې په نجي توګه د جوړ شوي اسلام مخالفه فلم پر ضد مظاهرې تر سره شوې وې، چې پکې مظاهرچیانو په مردان کې د دغه چرچ ودانۍ ته زیان رسولی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه پیښې د پلټنو لپاره ی یو کمیټې هم جوړه کړې ده.

د پاکستان په لروبر کې قهرېدلو مظاهره چیانو په کراچۍ، پېښور اسلام آباد، راولپنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو کې سینماګانو، دفترونو، بېنکونو دوکانونو او ګاړو ته اورونه ورته کړي او لوټلي دي، چې د یوې اندازې له مخې په ټول ملک کې شوی نقصان اربونو روپيو ته رسېږي. په مظاهرو کې څه نا څه ۳۰ تنه هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG