د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجاهدین خلق دې د ترهګرو ډلو له لسټه و ایستل شي


امريکايي چارواکي وايي د بهرنيو چارو وزيره هليري کلېنټن به کانګرس ته ووايي چې غواړي د ايران جلاوطنه ډله ”مجاهدين خلق“ د امريکا د بهرنيو ترهګرو سازمانونو له فهرست څخه وباسي.

سي، اين، اين ټلويزيون د درو امريکايي چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ټاکل شوې وه مېرمن کلېنټن پرون وختي دا مسله له کانګريس سره شريکه کړي.

يوې محکمې مېرمن کلېنټن ته د اکتوبر مياشتې تر لومړۍ پورې وخت ورکړى چې په دې باب پرېکړه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مشال راډيو ته تاييد کړه چې مېرمن کلېنټن د دې ډلې سره د پټي رابطي په اړه کانګرس ته يو پيغام لېږلى، خو سرچينې يې جزيات څرګند نه کړل.

د مجاهدين خلق ډله په ايران کې د ملايانو د رژيم مخالفه ده. دغه ډله له ١٩٩٧م کال راهيسې د امريکا په تور ليست کې شامله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG