د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې ځينې سیمې پوځ ته سپارل شوې




مجیب الرحمان انګار



په اسلام اباد کې د صدارتي ماڼۍ او شاوخوا سیمې، چې ددې ښار تر ټولو خوندي ځایونه بلل کیږي بېګا ماښام)زیارت /پنجشنبه) پوځ ته وسپارل شوې.

امنيتي مقاماتو اندیښنه څرګنده کړې، چې د ځینو تندلارو مذهبي ډلو یوشمیر غړي اسلام اباد ته ننوتلي او هڅه کوي، چې د امریکايي سفارت په ګډون پر یو شمېر بهرنیو سفارتونو حملې وکړي.

په دغه ښار کې پرون هم یو زیات شمیر مظاهره کوونکي دغې حساسې سیمې ته په ننوتو بريالي شول چې په نتیجه کې یوشمیر پولیس او مظاهره کوونکي ټپيان شول.

که څه هم دولت لا په دې باب ډير څه ندي ویلي، خو ځينې پاکستاني رسنیو پوځ ته د نژدې کړیو له قوله خبرورکړی، چې په سلګونو پوځيان د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه وربلل شوي دي.


ددغه اقدام له مخې کومې سیمې، چې پوځ ته سپارل شوي، په هاغو کې د ولسمشر ماڼۍ، د وزیراعظم سیکرېټرېټ، وزارتونه، د بهرنیو سفارتونو ځانګړې سیمه، ستره محکمه او یوشمیر نور مهم دولتي دفترونه راځي.


د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته ترهغې وکړ، چې د پنجشنبې تر غرمې وروسته یو زیات شمیر مظاهره کوونکي دغې سیمې ته ننوتل، پولیس يې وډبول او امنيتي پوستو ته يې اور ورته کړ.

په اسلام اباد کې دغه مظاهره د هغه امریکایی فلم پر ضد مظاهره وشوه، چې پکې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی. مظاهره کوونکیو، چې ډيری يې زده کوونکي وو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د فلم د جوړونکي او د اداکارانو عدالت ته راکښلو غوښتنه یې کوله.

په اسلام اباد کې د حساسو سیمو امنیت په داسې حال کې، پوځ ته سپارل شوی، چې حکومت لا له وړاندې په همدې تړاو نن د جمعې ورځ په ټول پاکستان کې رخصتي اعلان کړې.




د پاکستان وزیر راجا پرویز اشرف د چهارشنبې په ورځ د کابینې تر ځانګړې غونډې وروسته اعلان وکړ، چې حکومت يې ددغه فلم پر خپرولو سخت خواشینی دی او د احتجاج په توګه به د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې عمومي رخصتي وي.

نوموړي دا ورځ د رسول الله (ص) د مینې ورځې په نوم نومولې.

په عین حال کې د پاکستان ډيری سیاسي و مذهبي ګوندونو هم نن په ټول پاکستان کې احتجاجي مظاهرې اعلان کړي او له خپلو پلویانو يې غوښتې، چې د اسلام له ستر پيغمبر سره د مینې او عقیدت څرګندولو په خاطر دې په دغو مظاهرو کې ګډون وکړي.

که څه هم دغو ډلو له وړاندې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې له هرډول تاوتریخوالي دې ډډه وکړي، خو په تیرو کلونو کې په یوشمیر اروپايي ورځپاڼو کې د اسلام د ستر پيغمبر د کاریکاتور درسمولو په غبرګون کې په پاکستان کې شویو مظاهرو ته پام د تاوتریخوالي رامنځته کیدو اندېښنې موجودې دي.

د نورې اسلامي نړۍ پشان د پاکستان دولت او سیاسي و مذهبي ګوندونو له امريکا غوښتي، د هغه امريکايي فلم جوړوونکي او لوبغاړي دې سزا، چې پکې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی شوی دی.


بلخوا د پنجشنبې په ورځ یوشمیر پاکستاني ټېلویژنونو په اسلام اباد کې د امريکا دسفارت هغه ويډيويي اعلامیه خپره کړه، چې پکې ددغه هیواد ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن له دغه فلم سره د خپل دولت او خلکو هر ډول تړاو ردوي.

په پاکستان کې پر مسلمانانو سربیره مسیحیانو او نورو لږکیو هم په امریکا کې ددغه فلم خپریدل غندي او وايي،چې مذهبي سپکاوی نړېوال ثبات او د مذاهبو ترمنځ تفاهم ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG