د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ بورډ د فاټا ریجن د لوبغاړو انتخاب کوې


فرخنده وزیر


پراګ- د پاکستان کرکټ بورډ د فاټا د یو بیل ریجن د ګرزولو د فیصلې وروستو اوس د دغه سیمو نه د کرکټ د لوبغاړو منتخبول پیل شوې دي.


د پاکستان کرکټ بورډ قبایلي سیمو له اوس یو ځان له ریجن ورکړو، چې د فاټا د کرکټ لوبغاړي کولی شې، د ملک د نورو برخو په رنګ په دې لوبه کې خپل قابلیت وښاېی.

د پاکستان د کرکټ بورډ یا پې سې بې د فاټا منیجر نثار داوړ مشال ریډیو ته وویل، په لومړي ځل د فاټا د ریجن لاندې دوی د کرکټ لوبغاړې منتحبوي، او کوشش به کوي ، د ملک د نورو برخو په رنګ د فاټا لوبغاړو ته هم پوره سهولتونه ورکړل شي. نثار داوړ زیاتوي(( دوی به د وو ایجنسو او شږو ایف ار سیمونه پنځه ویشت کرکټران منتخبوي او د دغو نه به د فاټا د کرکټ لوبډله جوړوي. د دغه لوبغاړو ازمویینه په پیښور کې کیږې، او دوی په دې اړه په مقامې ورځپاڼو او راډیوګانو کې هم خبر ورکوي))

نثار داوړ واېي ډیر زر به د فاټا کرکټ لوبغاړی په قامي او نړیواله کچه خپل نوم جوړ کړي. د فاټا د اولمپکس او قامي لوبو د کمیټۍ یو مشر شاهد شینواری بیا واېي، څلور شپیته کاله وروستو فاټا ته په نیشنل او اولمپکس لوبو کې یو جدا حیثیت ورکړل شو، او اوس باید د کرکټ په شمول د نورو لوبو د ښه کولو لپاره نور کار وشي.

شاهد شینواری واېی په راروانو قامي لوبو کې به د فاټا د د کرکټ معذوره لوبغاړی هم برخه اخلي او د دغې لپاره دوی تیاریانې هم پیل کړی دي. د پې سې بې د فاټا منیجر نثار داوړ دا هم واېي د فاټا سلمان اپریدی اوس د کرکټ هغه ځوان ستوری دی چې د انډر 16 نه اوس انډر 19 ته تللی او په قامې کچه د کرکټ په لوبو کې د خپلې سیمې نمایندګي کوي.

د فاټا لوبغاړی بیا د دوی په سیمو کې د سهولتو په ورکولو زور راوړې، یار رحمان چې د خیبر نه د فټ بال لوبغاړی دی، واېي باید په فاټا کې د کرکت ، فټ بال او نورو لوبو لپاره د نورو سیمو په رنګ میدانونه جوړ شي.

نثار داوړ بیا واېی په خیبر، کرمه، باجوړ او شمالي وزیرستان کې د کرکټ میدانونه شته خو هغه د ملک د نورو برخو غوندې سهولتونه نه لري.

د فاټا د کرکټ او نورو لوبو لوبغاړي واېي حکومت دې د دوی لپاره یو سپورټ کمپلیکس جوړ کړي ، چې پکې هغه ټول سهولتونه موجود وي، چې د یوې لوبې د پریکټس لپاره ضروری وي.
XS
SM
MD
LG