د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا ټېکېداران له پولیټیکل سره نوملیکنه غواړي"


په فاټا کې د وران شویو سکولونو بیا ودانولو ټېکېداران له پولیټیکل سره نوملیکنه غواړي.
په فاټا کې د وران شویو سکولونو بیا ودانولو ټېکېداران له پولیټیکل سره نوملیکنه غواړي.



ګل اياز، مشال راډيو
پراګ ـــــ په قبايلي سيمو کې د ناامينو باوجود يو شمير ترقياتی پروژی روانې چې په کې سړکونه ودانۍ او سکولونه شامل دي. مقامي ټيکداران وايي، په دې سختو حالاتو کې یې هم پرمختیايي کارونو ته دوام ورکړي.

د قبايلي سيمو د ټيکدارانو ټولني مشر ظاهر جان وايي، چې د فاټا سيکرټريټ لخوا ټيکدرانو ته نوي شرطونه اېښودل شوي چې پکې د وفاقي ادارې پاکستان انجينيرنګ کونسل سره نوم لیکنه هم شامله ده. له دې مخکې به قبايلي ټيکدرانو له پوليټکل انتظامییي سره حپل نومونه رجسټرول او د قابليت په بنياد به يې د اربونو روپو ټيکې ځايي خلکو ته ورکولې.

ظاهرجان زیاتوي، ((د جون له ۲۱ مې نېټې يې له پوليټکل سره رجسټريشن ختم کړی دی، دا په فاټا کې يو نوی نظام دی او اوس چې موږ خپل ځان له دوﺉ سره رجستر کوو نو پاکستان انجينرنګ کونسل به مو په سي۶ درجه کې رجسټروی. سی شپږ هغه درجه بندي ده چې تر يو نيم کروړ روپو پورې ټېکې اخیستلای شې، نن سبا په دې ګرانۍ کې د يو پرايمري سکول ودانۍ هم تر يو نيم کروړو روپو زیاته وي. موږ يې يو نيم کروړ روپو ټيکو ته محدود کړي یو چې د قبايلي سيمو ټيکدارانو پرضد يو سازش دی.))

د فاټا د ټيکدارانو ټولني مشر ظاهر جان د خپلو غوښتنو په اړه وويل چې په قبايلي سيمو کې پوليټکل سره د رجسټريشن عمل بحال کړي او يا د اهلییت په بيناد ورته ټيکې ورکړل شي. خو د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله وايي، چې دا نوی نظام يې ځکه لاګو کړی چې ترقياتی کارونه په ښه ډول ترسره شی او د قابلییت په بنياد به ټيکې ورکوي. فضل الله د ټيکدرانو د کارونو نه شکايت وکړو چې معياری کار به يې نه کولو، او د ګورنر په وينا يوه ځانګړي کميټه جوړه شوه چې ټيکډارانو ته کار ورکولو لپاره تګ لاره وټاکي.

فضل الله زياتوی: ((دغې کميتي ته دا کار سپارل شوی هغه ټيکدارانو ته کار وکړي چې په معيار پوره وي. په دې کې حقداره ټيکدارانو ته چې د پاکستان انجينرنګ کونسل سره رجسټر وي، هغوی سره مشنري وي، هغوی سره لوجسټکی سهولتونه وي، هغوی ټېکنیکل او پيشه ور وي، فهرستونه جوړ کړي او ټيکي به هم دغو کسانو ته ورکول کيدې. په دې کې د پوليټکل ايجنټ اختيارات ختم کړل شوي دي.))

ظاهر جان چې د فاټا ټيکدارانو د ټولني مشري کوي دريځ لري چې له کلونو راهيسي ټيکداري کوی او بيا له سره ټيکدار جوړيدل له دوی سره ناانصافي ده. دي وايي ((په دي پړاو کې که چري حکومت د دوی غوښتنې ونه منلې نو بيا به زموږ دويم ګام دا وي چې په ټولو قبايلي سيمو کې د روان ترقياتی کارونو بايکاټ وکړو او دغه کارونه به بند کړو. د مشال راډيو د لاری د فاټا سيکرټريټ چارواکو نه غوښتنه کوو چې دوی ته وخت ورکړي او يا دې ګورنر د ملاقات لپاره وخت ورکړی.))

د قبايلي سيمو ټيکدارانو د غوښتنو په اړه د فاټا سيکرټريټ وياند فضل الله وايي د خبرو اترو د لاری به د ټيکدارانو مسلې هوارې کړي. دی وايي ((د قبايلي سيمو ټيکدرانو جايز غوښتني فاټا سيکرټريټ او ګورنر مني، له دې مخکې هم ټيکدرانو ته د ملاقات وخت ورکړی دی، او اوس هم ورکوو او په سړه سينه به د دوی غوښتنو ته ځواب ورکوو.))

د قبايلي سيمی ټيکدران له حکومته غوښتنه کوی چې په زرګونو کسانو روزګار بچ کړی او له پاکستان انجینیرینګ کونسل سره د نوم لیکلو یا رجسټريشن پريکړه بیرته واخلي.

XS
SM
MD
LG