د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې د برید پر مهال شهزاده هېري خوندي وو


کیڼ لاس ته د برتانییا شهزاد هېري له خپل یو بل ملګري سره په هلمند کې له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو سره د وسله والو ضد عملیاتو کې برخه لري
کیڼ لاس ته د برتانییا شهزاد هېري له خپل یو بل ملګري سره په هلمند کې له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو سره د وسله والو ضد عملیاتو کې برخه لري


اې اېف پي خبري اژانس د بريتانيیا د دفاع وزير له خولې ليکي چې د بريتانيیا شهزاده هېري د افغانستان په هلمند ولايت کې د ناټو پر پوځي اډه د طالبانو تر بريد وروسته خوندي ځای ته وړل شوی دی. ۲۸ کلن شهزاده هېري د بريد پر وخت له پوځي کېمپه دوه کلوميټره ليري وو.

په ځانمرګو واسکټونو، راکټونو او سپکو وسلو سنبالو وسله والو د تيري جمعې په ورځ په هلمند ولايت کې د ناټو پر اډه بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه امريکايي سمندري عسکر هم ووژل شول.

د بريتانيیا د دفاع وزير فيليپ هامونډ له بي بي سي سره د خبرو پر مهال وويل چې د پاچهي تخت ته پر دريم نمبر ناست شهزاده هېري په دوهم ځل افغانستان ته تللی او د نوموړي د امنيت لپاره زيات انتظامات شوي دي.

هامونډ زياته کړه چې ۲۸ کلن شهزاده هېري د بريد پر وخت له پوځي اډې څخه دوه کلوميټره ليري په اپاچي هيلي کاپټر کې وو خو له بريده خوندي پاته شو. نوموړي زياته کړه چې هېري د نورو پايلټانو په څېر په جنګ کې برخه اخلي خو د جنګ پر وخت زيات څرګند نه وي ځکه چې دی پخپله د يو چا لخوا په ځانګړي ډول په نښه کېدای شي.

که څه هم طالبانو د شهزاده هېري د وژلو هوډ کړی خو د دوی يو وياند اې اېف پي خبري اژانس ته وويل چې د جمعې د ورځې بريد له شهزاده هېري سره هيڅ سروکار نه درلودی.

دبريتانيیا د دفاع وزير هامونډ وړاندي د خپل هيواد پارليمان ته ويلي ول چې په بريدونو کې زياتوالی به په افغانستان کې د دوی عملياتو ته خنډ ونه جوړ کړي چيري چې ۹۵۰۰ بريانوي عسکر ځای په ځای دي. هغه زیاته کړه، چې دوی به افغان ملي اردو او پوليسو ته روزنه ورکوي چې د خپلو هيوادوالو د امنيت ساتلو جوګه یې کړي.

XS
SM
MD
LG