د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر بس ځانمرګي برید ۱۲ تنه ووژل





په پلازمېنه کابل کې له نړیوال هوايي ډګر سره نژدې د بهرنیو کارکوونکو پر یو میني بس یو ځانمرګي موټربم بریدکونکي ۱۲ تنه ووژل چې پکې پنځه تنه افغانان او د هوا بازۍ اوه تنه بهرنیان شامل دي.

د کابل پولیس مرستیال مشر داود امین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې بهرني کارکونکي هوايي ډګر ته په لاره وو چې له یوه بله موټره ځانمرګی برید ورباندې وشو.

نوموړی وايي چې د هوا بازۍ وژل شوي بهرني کارکونکي د روس او جنوبي افریقا سره تعلق لري.

د کابل د امنیې قومندانۍ د مرستیال په خبره په دې پیښه کې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي د دې حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې دا حمله د فاطمې په نوم د یوې نجلۍ له خوا شوی ده.

ده وویل، چې دا حمله د هغه فلم پر ضد شوې چې په کې اسلام ته سپکاوی شوی.

له ننه یوولس ورځې مخکې هم د کابل ښار په یوه مهمه سیمه د ایساف قومندانۍ، د امریکا سفارت او د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته نږدې یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې د کابل د امنییې قومندانۍ په خبره یوولس تنه افغان وګړي پکې مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG