د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار :د اچين ولسوالۍ له وسله والو پاکه کړل شوه




بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال آباد: د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د پيښې درې قومي مشرانو له خپلې سيمې څخه تر دوه سوه پورې پاکستاني ‌طالبان ايستلي او تر دوه سوه تنو پورې ځوانان يې د يوه قومي تړون په بنياد د سيمې د امنيت د ساتلو په خاطر په وسلو سمبال کړي دي.

د سيمې قومی مشرانو د ګل په ورځ خبريالان د اچين پيښې درې ته ورغوښتي وو او د يوې لويې غونډې په ترڅ کې يې خپلې پريکړې اعلان کړې.



د ملک عصمت الله شينواري په نوم يو تن قومي مشر وايي چې د منګل باغ وسله والې ډلې د سيمې څو تنه ځوانان لمسولي وو او په سيمه کې ځاي په ځای شوي وو چې د يوه قومي تړون په بنياد وشړل شول او ملاتړ کوونکو ته يې سزا ورکړل شوه.

« دلته چې کومه وسله واله ډله راغلې وه، د منګل باغ ډله وه او زموږ په قوم کې کشران يې تير ايستلي وو او د هغوی ملاتړ يې کړی و. بيا قوم هغوی ته جرمانه ورکړه. اينده کې انشا الله موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو که هغه د امارات وسله وال وي او که د منګل باغ وي. په دې منطقه کې به د پيښه والو نه پرته هيچا ته اجازه نه ورکوو چې دلته مرکزونه جوړ کړي. زموږ عالمانو ته ډرکې ورکړل شوې وې چې د ملي اردو او عسکرو جنازې به نه کوي. خو موږ په ډاګه دا اعلانوو چې دا پريکړې موږ نه منو ، خو که څوک هم موږ په دې خبره ننګوي د هغوی په مقا

بل کې به ټول قوم اودريږي.»

د حاجی قوماندان په نوم يو بل سپين ږيری وايي چې وسله والو يې کلتوري ارزښتونه او پښتني دودونه ننګولي وو ځکه يې د يوه قومي تړون ضرورت محسوس کړ.

« موږ خپل ځانونه پخپله ساتو، وسله والو ته موږ اجازه نه ورکوو چې دلته راشي. بيدياني سړي موږ په دې وطن کې نه منو. دلته چې وسله وال راغلي وو تر دوه سوه تنو پورې وو. د دوی غوښتنه دا وه چې جرګې، مرکې، او د جوماتونو ملا امامان به د هغوی په خوښه کار کوي. موږ به فيصلې کوو. او تاسو چې هر کار کوئ له موږه به پوښتنه کوئ او موږ چې درته څه ويل هغه به منئ. چې د هغوی شرطونه موږ ته د منلو نه وو. دا ډله له پاکستانه راغلې وه او پاکستاني طالبان وو.»


تيره ورځ د ننګرهار چارواکو ويلي وو چې د اچين ولسوالۍ قومي مشرانو د دولت په هڅونه د وسله والو په ضد پاڅون پيل کړی، خو يو قومي مشر اختر محمد شينواري وايي، چې دوی د هيچا په غوښتنه پاڅون نه دی کړی بلکې د خپلې سيمې د امنيت او پښتني کلتوري ارزښتونو د ساتلو په خاطر راپورته شوي دي.

« يو څه خودغرضه بهرني چا راوستي و د دې لپاره چې زموږ د قوم اتفاق را خراب کړي او زموږ په قوم کې ګډوډي راولي. هغوی چې دوی يې بې له مشورې راوستي وو. هغوی ته سزا ورکړل شوه، د ځينو يې کورونه وسوځول شول او ځينې يې نقدي جرمانه شول. موږ د چا په لمسون او د چا په قومانده نه يو راپورته شوي. موږ خاص الخاص د خپل قوم د اتحاد او دفاع په خاطر راپورته شوي يو او له هيچا نه په کې څه امتياز نه غواړو.»

د يادولو ده چې د اچين ولسوالۍ د پيښې دره د ډيورنډ کرښې په غاړه پرته سيمه ده چې د خيبر ايجنسۍ له تيرا سره سرحد لري او د خلکو په وينا وسله وال کولای شي چې په ازادانه ډول د افغانستان بيلابيلو سيمو ته له دې لارې تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG