د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملګري ملتونه دې بلوچستان ته خپل پوځ ور ولېږي"


طلال بګټي
طلال بګټي


د وژل شوي ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي مشر زوى طلال بګټي وايي، ملګري ملتونه بايد پاکستان ته خپل پوځونه واستوي او دا هېواد له تجزيه کېدو و ژغوري.

نوموړی وايي، د انسانیت ضد اعمالو له وجې د بلوچستان حالات دومره خراب دى، چې که ملګري ملتونه ورته خپل پوځونه ونه لېږي نو پاکستان به ووېشل شي، چې د هغه په خبره دا به د ټولې نړۍ په تاوان دى.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسيون پلاوي د خپل سفر په دويمه ورځ په کوټه کې د پښتنو او بلوڅو د ملتپالو ګوندونو له مشرانو سره وليدل.

د جمهوري وطن ګوند مشر، د وژل شوي بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي زوى طلال بګټي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره وليدل. نوموړى چې لا له مخکې د ملګرو ملتونو د پلاوي راتګ ته خوشبين وو، له هغوى سره يې تر ليدو وروسته رسنيو ته وويل، چې د بلوچستان د خرابې وضعې کنټرولولو لپاره ملګري ملتونه بايد خپل پوځونه ورواستوي:

"ملېشه ځواکونه، چې څه ډول اعمال تر سره کوي دا به پاکستان ټوټې کړي، هغوى پنجابيان، هزاره ګان، بلوڅان او هندوان په مرموز ډول وړي او وژني يې.
موږ دوى ته وويل، چې د دې څه چاره وکړئ، ملګري ملتونه دې دلته خپل پوځونه را ولېږي، امن پوځ چې پاکستان له تجزيه کېدو و ژغوري، که پاکستان ووېشل شو دا د ټولې نړۍ لپاره تاوان دى، خلک به يې وپاشل شي، د سرطان غوندې به ټوله نړۍ وخوري او په ټوله نړۍ کې به فساد خپور کړي"

طلال بګټى وايي، له ورکو بلوڅو پرته يواځې ديارلس زره بګټي بلوڅان ورک او بې کوره دي، چې وايي په دې لنډ فرصت کې يې يواځې د شپږو سوو تنو ليست د ملګرو ملتونو پلاوي ته وړاندې کړ.

دا چې هغوى يې د ورکو خلکو د موندنې يا د ملګرو ملتونو د پوځ د راتګ غوښتنې ته څه باور ورکړى که څنګه، طلال بګټى وايي:

"هيڅ باور يې نه دى راکړى وايي، موږ به ستاسې غوښتنې لوړو چارواکو ته و رسوو، موږ خو اوبو اخيستي يو خلي ته هم لاس اچوو هغوى مو له حالاتو خبر کړل چې دلته خلک وژل کېږي، دا نو د هغوى خپلې ګټې دي چې پر مخ څه کوي، موږ خو څه د هغوى د اکا زامن نه يو، که يې ګټې وې پوځونه به را ولېږي، د هغوى يې څه چې که دلته څوک مري، خراب مړي يې پيدا کېږي، تښتول کېږي، پنجابى مري، بلوڅ مري که هزاره مري، پاکستان پاتېږي که نه پاتېږي اور په پسې"

د بلوچستان نېشنل ګوند ځای ناستى مشر جهانزېب جمالدينى، چې د خپل ګوند د څو نورو غړيو په شمول يې له د م.م پلاوي سره وليدل، وروسته يې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې دوى هم د ملګرو ملتونو پلاوي ته په بلوچستان کې د ورکو خلکو، په مرموز ډول د وژل شويو کسانو او په هدفي پېښو کې د وژل شويو کسانو ليست وړاندې کړ، خو وايي تر ډېره يې په بلوچستان کې بلوڅانو ته پر خپلو وسايلو د واک د غوښتنې په اړه ورسره خبرې وکړې:

"موږ د خپلې جمهوري مبارزې په اړه هغوى ته وويل، چې له بلوچستان سره چې څه ډول ظلم کېږي، پوځي عمليات دي، هدفي وژنې دي، د خلکو د شکنجه کولو توقيف ځايونه دي او د څلورسوه اتيا تنو په ګوليو سوري مړي غورځول شوي، دا خو د انسانيت خلاف کار دى؛ داسې بايد نه واى شوي، بلوڅان هم حق لري، چې خپل نظر وړاندې کړي، کله چې موږ د خپلو حقوقو او د بلوچستان په وسايلو د واک غوښتنه کوو، نو پر موږ سنګين تورونه لګېږي او دلته پوځي عمليات کېږي. همدا زموږ څه شکايتونه وو، چې دوى ته مو وړاندې کړل"

جهانزېب جمالدينى وايي، د ملګرو ملتونو پلاوي ته يې وويل، چې دلته اوس په لوى لاس مذهبي افراطيت او فرقه ييز تاوتريخوالي ته هم لمن وهل کېږي او هڅه کېږي، چې بلوڅان د خپلو حقوقو له غوښتنې لاس پر سر شي:

"دلته هغو قوتونو ته تقويت ورکول کېږي، چې په دې صوبه کې د ناکرارۍ او بدامنۍ سبب کېږي په دې اړه مو هم هغوى ته شکايت وکړ. که چېرې د پاکستان حکومت او واکمنې ټولې دا هر څه راسره منلاى او زموږ حقوق يې منلاى، نو د ملګرو ملتونو پلاوى به ولې راتلاى، نو موږ له مجبورۍ چې څوک له دباندې راشي، خپل له درده ډک داستانونه ورته وړاندې کړو."

د ملګرو ملتونو راغلى پينځه کسيز پلاوى د يکشنبې په ماځيګر له کوټې اسلام اباد ته ستون شو. د ځينو سرچېنو په قول چې په پاکستان کې د انسانیت ضد اعمالو د څارنې په موخه د ملګرو ملتونو د پلاوي د دې لس ورځني سفر رپوټ به په ٢٠١٣م کال کې خپرېږي.

بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG