د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ د جوکان سیمه کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمير يې ژوبل شوي هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اتوار په ورځ سهار ۳ بجې وسله والو طالبانو د سيمه ییزو پولیسو په پوسته برید کړی و چې د ولسي وګړو په مرسته سیمه ییز پولیس او د ولسوالۍ امینتي ځواکونه په دې وتوانيدل چې د وسله والو بريد په شاه وتمبوي او درنه مرګ ژوبله ورواړوي.
خبرپانه کې راغلي چې جګړې د اتوار د ورځې تر غرمې پورې دوام وکړو.
د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف وايي چې ۴ تنه د ولسوالۍ عسکر هم ژوبل شوي او په وژل شويو کې د وسله والو طالبان له خوا نومول شوې د حصارک مرستیال ولسوال مولوی ګلزار هم شامل دی.
دی زیاتوي چې د وسله والو طالبان د ۱۱ تنو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي. خو طالب وياند ذبیخ الله مجاهد بيا رسنيو ته ويلي چې په برید کې ۵ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او دوه تنه يې ټپیان دي.