د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردګو کې د وسلوالو طالبانو خلاف عملیات


سید شاه سقیم

کندهار- د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات شوي دي چې پکې تر اوسه پورې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شوي دي. په وژلو شويو وسله والو کې پاکستانيان هم شامل دي.

چارواکي وايي په ميدان وردګو ولايت کې يې له تېرو څو ورځو راهېسې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي چې تېره ورځ پکې په نرخ ولسوالۍ کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري تېره ورځ د نرخ ولسوالۍ په بادامو او اندړو سيمو کې په عملياتو بوخت وو چې وسله والو طالبانو ورباندې بريد وکړ او وروسته د دواړو غاړو تر مېنځ نښته وشوه.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې د ښکېلو غاړو ترمېنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ او وروسته د وسله والو يوه اندازه وسلې او نور چاوونکي توکي هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دی.

((دا عمليات د نرخ ولسوالۍ د بادامو او اندړو په سيمو کې پيل شوي وو چې بيا وروسته د طالبانو او افغان سرتېرو تر مېنځ نښته هم وشوه چې پکې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته تنه طالبان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شول. تر نښته وروسته د طالبانو په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم افغان سرتېرو ته په لاس ورغلې دي. دا عمليات د تندر په نامه د هغو عملياتو برخه ده چې څو ورځې وړاندې ټول ولايت کې د وسله والو پر ضد پيل شوي وو ))
دی وايي په نښته کې دوه تنه د ملي اردو سرتېرې هم ژوبل شوي دي. چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه پورې وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ويلي .

د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې له تېروڅو ورځو راهېسې د وسله والو طالبانو پر ضد د تندر په نامه دغه عمليات پيل شوي دي چې څلور وړاندې هم پکې پېنځلس تنه وسله وال طالبان وژل شوې او ژوبل شوي وو .
XS
SM
MD
LG