د افغانستان په جنوب کې د برتانیا پر هوايي مرکز د وسله والو طالبانو په حمله کې د امریکا دوه پوځیان وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.
امریکايي چارواکي وايي، په هېلمند ولایت کې د بستېن په نوم پر برتانیوي هوايي مرکز په شوي برید کې ۱۶ وسله وال هم وژل شوي دي. د برتانیې د ملکې زوی شهزاده هیري هم د حملې پر وخت په دې مرکز کې وو. برتانیوي چارواکي وايي، نوموړي ته تاوان نه دی رسېدلی.
د چارواکو په خبره، وسله والو په حملې کې درنه او سپکه دواړه وسلې کارولې دي.
په دې حمله کې یو شمېر جنګي الوتکو ته هم لږ زیان ور اوښتی دی.
شهزاده هیري د څلورو میاشتو جنګي ماموریت په ترځ کې په هېلمند کې دی.