د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې اووه کسان وژل شوي دي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تاو تریخوالي په روانو پېښو کې د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه اووه کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي د تشدد پېښې د ښار په لیارۍ، ملیر، سایټ، ټاون، شیرشاه او نورو برخو کې مخې ته راغلي دي.

مرستندویه ادارې وایي په وژل شویو کسانو کې د دوو کسانو مړي په بوریو (بوجیو یا ګونیو) کې بند کړل شوي ول.

په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهیسې د تشدد پېښې روانې دي چې زیاتره یې سیاسي، فېرقه ییزې او لساني بڼې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG