د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کارخانې پېښه: د سېند صنعت وزیر استعفا ورکړه


سوځېدلې کارخانه
سوځېدلې کارخانه
ظفر کریمي

د پاکستان تر ټولو لوی کاروباري او صنعتي ښار کراچۍ د بلدیه ټاون په کارخانه کې د نهې یا سه شنبې پر ورځ د اور لګېدو له امله د سلګونو خلکو تر وژنې وروسته، د سېند صوبې د صنعت وزیر روف صدیقي له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې ده.


نوموړي ویلي دي چې که څه هم د کارخانې د سوځېدلو ذمه واري د هغه پر وزارت نه راځي خو د سوتره او کره پلټنو پر اساس یې خپل وزارت پریښی دی.

((د کارخانې د څارنې ذمه واري زموږ د وزارت نه ده . تر ټولو لویه ذمه واري د کارخانې پر مالکانو ده. ما استعفا له دې وجې نه ده ورکړې چې ګني موږ یې د کارخانې د سوځېدنې ذمه واران یو ، استعفا مې د ځینو خبریالانو ملګرو په مشوره ورکړې ده ، زما مطلب دا دی چې د کارخانې د سوځېدلو په اړه چې کومې پلټنې پیل شوې دي ، هغه باید پاکې او صفا بشپړې شي))

روف صدیقي د سېند صوبې د سول ډیفنس او د محنت پر ادارو د یادې کارخانې د سوځېدنې پړه ور واچوله . خو د سېند صوبې د محنت مستعفي شوې وزیر امیر نواب بیا په دې اړه مشال راډیو ته خپل دریځ څه داسې څرګند کړ:

((دا ټولټال د صنعت د وزارت کار دی ،د دې ځمکه ورکول او د دې نقشه پاس کول د هغوي (صنعت وزارت) کار دی. زموږ کار دا دی چې د کارخانې د صفايۍ سوترایي په اړه څارنه وکړو او کارخانې ته رجسټریشن ورکړو. دا زموږ کار نه دی چې د کارخانې په ودانۍ کې د نقشې مطابق دروازې وې او که نه وې. دا ټول د صنعت د وزارت کارونه دي. زموږ کار دومره دی چې کارخانه جوړه شي او کله [په کې کار پیلوي] نو مالکان راشي وایی چې موږ ته رجسټریشن راکړئ.))


بلې خوا ته پولیسو د سوځېدلې کارخانې رپورټ د کارخانې د درو مالکانو پر ضد تر پېښې یوه ورځ وروسته لیکلی وو.

په مقدمه کې نومول شویو درې واړو کسانو د جمعې پر ورځ د سېند هایي کورټ د لاړکانې په رجسټرۍ کې ضمانت منظور شوی دی. د یادې کارخانې د مالکانو وکیل عامر منصور قریشي په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

((عدالت تر ۲۱ سېپټېمبر پورې ضمانت منظور کړی دی. د محکمې د حکم تر مخې به درې واړه کسان د پلټونکي افسر مخې ته ورځي او هلته به خپل بیانونه ورکوي. د دې ترڅنګ به دوي خپل پاسپورټونه عدالت کې ږدي. له دې پرته، محکمې ایف آی اې ته ویلي دي چې د درې واړو کسانو نومونه دې په هغه نوملړ کې واچوي چې دا کسان و نه شي کولای له هیواده دباندې ووځي.))

د هغه په خبره، د کارخانې درې واړه نومول شوي ملزمان شاهد بېله، راشد بېله او عبدالعزیز هرې محکمې او د پلټنې د هرې ډلې مخې ته بیان ورکولو او هلته حاضرېدو ته تیار دي.

بلې خوا په کارخانه کې د سوځېدلو ۴۰ کسانو مړي اوس هم د مرستندویه ادارې ایدي په مرده خانه کې د پېژندګلوۍ له پاره پراته دي. د دې ترڅنګ د نا پیژندل شوو مړو د پېژندګلوۍ له پاره د کراچۍ په هسپتالونو کې د ډي این ای د معاینو لړۍ هم روانه ده.
XS
SM
MD
LG