د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
پاکستان
"پاکستان د پښتنو هم دی"
سپټمبر ۱۴, ۲۰۱۲
"پاکستان د پښتنو هم دی"
شریک کړئ
شریک کړئ
چاپ کړئ
د قبایلي سیمو پارلماني غړو د د حميدالله جان اپريدي په مشري کې د پاکستان له ولسمشر سره په خلیجي هېوادونو کې د قبایلي سیمو پښتنو ته د ورپېښو ستونزو به اړه خبرې اترې کړي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ غړی حميدالله جان اپريدي وویل، چې له ډېرې مودې راهیسې د فاټا ولس له سختو مسلو سره مخامخ دی چې په هغو کې لویه هاغه یې امنیت دی او له دې علاوه په خليجي ملکونو کې د قبايلي سیمو پښتانه ګڼې ستونزې لري.
د نوموړي په خبره په دغه ټولو ستونزو یې له ولسمشر سره خبرې کړې او هغه باور ورکړی چې د مشکلاتو هوارولو لپاره به اقدامات کوي.
د قبایلي سیمو دوبۍ مېشتو پښتنو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې باور نه کوي چې په یوه دوه ملاقانو به یې مسلې حل شي. په دوبۍ کې د پښتنو يو مشر خيال زمان اورکزی وايي، مسلې یې څکه نه هوارېږي چې دوی مشر نه لري او نه یې څوک تپوس کوي. دی زیاتوي:
((د پاکستان د جوړيدو ٦٣ کاله وشو خو تر ننه چا هم د فاټا د ولس تپوس و نه کړ او خو یوازې د پاسپورټ مسله نه ده چې موږ وژاړو. ترڅو چې په قامي بهير کې موږ ګډ کړل شوي نه يو تر هاغو موږ پر مختګ نه شو کولای. موږ صرف په نامه ازاد يو. په اصل کې موږ غلامان ي))
يو بل تن نور محمد اپريدي مشال راډيو ته وويل چې کله هم زموږ یو مشر دلته دوبۍ ته ورشي نو خپلې مسلې ورته کېږدو خو بیا چې پاکستان ته لاړ ش، هر څه هېر شي.
نښلول
شریک کړئ
موږ په اصل کې غلامان یو
په لاس د
مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:02:55
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
| ایم پي ۳
له کړکۍ دباندې چلوونکی
دی زیاتوي : (( کله چې مو پاسپورټ ختم شي او بيا يي جمع کړو نو له موږه دوه چنده زیاتې پيسې اخیستل کېږي. او بيا چې ورپسې ورشو نو وايي چې ١٢يا ١٣ م لمبر کاونټر ته ورشه چې هلته ورشو نو وايي ١٥ درهم جمع کړۍ.پاسپورټ په درته په ډاګ درشي نو دا رنګ دلته يو لوټ مار جوړ دې او بيا ځينې وخت کې خو موږ ته دا ويلي کيږي چې تاسو افغانان يي او دغه بلوچو ته ويل کيږي چې تاسو ايرانيان يي نو موږ ته داسې ښکاره شي چې لکه دا پاکستان يواځې د پنجابيانو وي))
نورمحمد اپريدي زياته کړه چې د دوی بچو ته دلته په سکولونو کې د داخلې په وخت هم يو شمير ستونزې وي او ځينې وخت خو داسې کاغذونه وغوښتل شي چې له دوی سره هیڅ نه وي ځکه چې چرته یې ضرورت نه دی ورپيښ شوی.
سراج ظهير – مشال راډيو - اسلام آباد
اړوند
موږ په اصل کې غلامان یو
مرکې، شننې
د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟
پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۱ کاله پوره شول، خلک څه وايي؟ حکومت څه کوي؟
تفصیل...
اوونیزې خپرونې
اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
تفصیل...
د افغانستان اړوند
ایمنسټي انټرنیشنل وايي پاکستان او نور هېوادونه دې افغانان په زور نه باسي
په پاکستان کې جرمني ته د تلو په انتظار ناست افغانان وايي د ويزو د ردولو ځواب ورکړل شوی
په خوست کې د پولیو وایرس د مخنيوي واکسیني کيمپېن پرانیسته شوې
افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اسیا کپ کې لومړۍ لوبه وبایلله
د دیني عالمانو پرېکړه لیک: "هېڅ افغان" له هېواده بهر د "نظامي فعالیت" اجازه نه لري
نور ولولئ
سپارښتنه
اروپايي ټولنه وايي اوکراین ته "بې له سوده ۱۰۶ اربه ډالره پور" ورکوي
XS
SM
MD
LG