د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې د مزدروانو هیڅ خیال نه ساتل کېږي"


انیسه اجمل - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په کراچې او لاهور ښارونو کې په کارخانو کې د شروع په ورځ د اوور لګیدو له امله د دروو سوو زیات کسان مړه او ګنړ شمیر ژوبل شو.

که یوه خوا په پاکستان کې د دي اوور لګیدو روسته مختلفې پوښتنې راپورته شوي نو بلخوا د خیبر پښتونخوا د محنت وزیر شیراعظم خان وايي، د کارخانو د دې پیښی وروسته د خیبر پښتونخوا وزیرانو او د لیبر اتحاديې د مشرانو یوه غونډه هم شوې چې په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړل شي.

کله چې مو له وزیر شیر اعظم خان نه دا پوښتنه وکړه چې ایا په موجوده وخت کې د خیبر پښتونخوا په کارخانو کې د اور یا د نورو پیښو نه د بچ کیدو لپاره څه اقدامات شوي نو د هغه وینا وه چې هغوی د خیبر پښتونخوا په هره کارخانه کې د څه بدې پیښې نه د بچ کیدو لپاره پوره ګامونه پورته کړي دي او اوس به په کارخانو کې د مزدورانو د سهولتونو زیاتولو لپاره نور کارونه هم وکړي.

خو بیا د پاکستان د متحده لیبر فیډریشن صدر ګل رحمان د شیر اعظم خان دا خبري ردوي او وايي:

( په پا کستان کې د مزدورانو هیڅ خیال نه ساتل کیږي. او که چري په کارخانو کې د اور یا له نورو پیښو د بچ کیدو لپاره له مخکې څه اقدامات شوي وي نو په کراچې او لاهور کې به داسې پیښې نه کیدلې.)

شیر اعظم خان زیاتوي، دا وخت په خیبر پښتونخوا کې څه له پاسه ۱۴۰۰ کارخانې دي چې پکې زیاتره دا وخت د بجلۍ د بحران او د تره ګرۍ له امله بندي دي.

ګل رحمان زیاتوي، چې کارخانې خو په دومره شمیر کې شته خو بايد حکومت دې د د مزدورانو قوانین په سمه توګه عملي کړي .دا قانون د انګریزانو له زمانې راهسې جوړ دی او وخت په وخت پکې بدلونونه هم شوي خو تر اوسه مزدورانو ته د قانون تر لاندي خپل حقونه نه ملاویږي.

XS
SM
MD
LG