د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار: د يوه قبايلي مشر په ګډون څلور تنه ووژل شول





د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سیمه کې وسله والو د يوه قبایلي مشر په شمول څلور تنه په ډزو وژلي دي. د لیویزو په خبره میرسعید احمد قلندراني له يوې جرګې څخه کور ته روان وو، چې پرې نامعلومه وسله والو برید کړی. د پېښي مسوولیت کومې وسله والې ډلې لا نه دی قبول کړی.


د خضدار له توتک سیمې د لیویزو چارواکي وايي؛ د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه نامعلومه وسله والو په توتک سیمه کې پر يوه قبايلي مشر میر سعید احمد قلندراني هغه مهال برید کړی، چې نوموړی له يوې قبایلي جرګې څخه د کور پر لور رهي وو. د لیویز چارواکو مشال راډيو ته ویلي.

په دې برید کې میرسعید احمد قلندراني له دریو محافظانو سره وژل شوی او يو تن ټپي شوی دی. چې ددوي په وینا مړي او ټپيان يې د کوټې روغتون ته رارسولي.

XS
SM
MD
LG