د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو مزدورانو د وژنې پر ضد په کوټه کې هړتال




خدای نور ناصر مشال را‌ډیو

کوټه: د مستونګ په دشت سیمه کې د وژل شويو لسو پښتنو مزدورانو د وژنې پر ضد نن د جمعې په ورځ هم د کوټې ښار د احتجاج په توګه تړل شوی.

د زیارت په ورځ د همدې پېښي پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په زرګونه پښتنو د کوټې پر سړکونو لاریون وکړ. او د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې یونائيټډ بلوچ ارمي دا ګام يې په سختو ټکیو کې وغانده.
او صوبایي حکومت او وسله والو ډلو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د پښتونخوا ګوند دا احتجاجي لاریون وروسته د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د يوې جلسې شکل اختیار کړ. د یاد ګوند يوه مشر نصرالله زیري جلسې ته په خپله وینا کې وویل؛ په بلوڅ مېشتو سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسي په سلګونه پښتانه وژل شوي دي.

: له تېرو پنځو کلونو راهیسي په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې په سلګونه پښتانه مزدوران، موټر چلوونکي، او تجاران وژل شوي دي. چې موږ ددې په سختو ټکیو کې غندنه کوو. او دا وایو چې نور دي د پښتنو وژنې په بلوڅي سیمو کې بندې شي. ګنې داسې پېښې به په سیمه کې سخت زیان رامنځته کړي:

د پښتونخوا ګوند يوه بل مشر عبدالروف لالا بیا مشال راډيو ته وویل؛ داسې پېښي دبلوڅو او پښتنو تر منځ نفرت خوروي. او بلوڅ سیاسي ګوندونه باید ددې غندنه وکړي، او د مخنیوي لپاره يې ګامونه پورته کړي.

: تاسو وګورئ چې د پښتنو د وژنو مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې قبولوي. موږ بلوڅ سیاسي ګوندونو او دې ډلو ته وایو چې نور دې په بلوڅي سیمو کې د پښتنو وژنې بندې شي. له دې سره نه یواځې د پښتنو او بلوڅو تر منځ نفرت پيدا کېږي بلکې ددې سیمې حالات ورسره نور هم خرابېدای شي. خدای مه کړه بیا به حالات داسې خراب شي چې هیڅ څوک به یې سمولای نشي:

بلي خواته د پښتنو مزدورانو ددې وژنې پرضد د بلوچستان ټولو پښتنو او بلوڅ ملتپالو، سیاسي او مذهبي ګوندونو بیانونه ورکړي. او د مزدورانو وژنه يې غندلې.

د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا خپره شوې خبرپاڼه د وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رئیساني له خولې لیکي. د مزدورانو، نایانو او ښوونکو وژنه هیڅ یو قام ته ازادي نشي ورکولای. خبرپاڼه زیاتوي وزیراعلی امنیتي ادارو ته امر کړی، چې په پېښه کې ککړ کسان دي ژرتر ژره ونیول شي.

XS
SM
MD
LG