د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر د فاټا په اصلاحاتو او پرمختګ تسلي وښوده


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري



د پاکستان د ولسمشر له دفتره د جاري شوې خبرپاڼې له مخې د زيارت په ورځ ماښام د قبایيلي سيمې د ترقۍ او سوکالۍ له پاره د موجوده حکومت لخوا د پورته کړل شويو اقداماتو او اصلاحاتو په لړ کې په صدارتي ماڼۍ کې يوه غونډه وشوه. چې په کې ولسمشر آصف علي زرداري په فاټا کې په پورته شویو اقداماتو تسلي وښودله او متعلقه چاواکوته یې د پرمختيايي کارونو تيزولو هدايت ورکړ.

غونډه کې د خېبر پښتونخوا ګورنر بېرسټر مسعود کوثر، د قانون وفاقي وزير فاروق ناييک، د سېفران وزارت سېکتر، او د قباييلي سيمو له پاره اېډيشنل چيف سېکټري په شمول بعضې سېنټرانو هم ګډون لرلو.

خو له قباييلي سيمو سره تعلق لرونکي خلک وايي چې د حکومتي اعلانونو برعکس د دوي له پاره هېڅ قسمه عملي ګامونه نه دې پورته کړل شوي او د خلکو حالت ورځ په ورځ خرابېږي.
له مشال رېډيو سره خبرو کې د قباييلي سېمې سره تعلق لرونکي او د متحده قباییل پارټۍ مشر حبيب ملک تېرو څو کالو کې د قباييلي سيمو دپاره شوي حکومتي اصلاحاتو ستاینه وکړه خو زياته يي کړه چې نه خو په دغه اعلانونو عمل شوی دی او نه هم څه ډول ترقياتي کارونه شوي دي.
د ده په وېنا ترقياتي فنډونه منتخب نمايندګان خپلو کورونو ته وړي او ځان ته يې پرې اثاثې جوړې کړيدي.

د حکومتي چارواکو او عامو خلکو د متضادو دعوو په اړه د سيمه ايزو چارو کارو کارپوه او غېر سرکاري تنظيم فاټا ريسرچ سنټر مشر ډاکټر اشرف علي وايي،” يو خو د قبايیلي سيمو ناامنيو د دغه ځايي خلکو ژوند ګران کړی دی نو بل طرفته په سرکاري اعلانونو هم عملدرامد نه کېږي.
دې زياتوي چې سرکاري اعلانونه تر ډېره هوايي خبرې دي او په حقيقت کې یې په زمکه هېڅ نه کار نه تر سترګو کېږي.

د ذکر وړ ده چې موجوده حکومت د قباييلي سیمو لپاره رایج قانون اېف سي آر (فرنټيیېر کرایمز رېګولېشن یا سرحدي جرمونو قانون) کې بدلون سره سره په دغه سيمو کې د سياسي آزادۍ منظوري ورکړېده او دا شان يې د ملک د نورو سيمو غوندې په قباييلي سيمو کې هم د بلدياتي ټاکنو اعلان کړی دی.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو ، اسلام آباد



XS
SM
MD
LG