د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېس اېډ په ټانک کې د اوبه خور نظام پراخوي




د خیبر پښتونخوا په ټانک تحصيل کې د اوبه خور نظام د لا ښه کولو له پاره د امريکایي ادارې يو اېس اېډ او د پاکستان واپډا ادارې ترمنځ يو تړون لاسلیک شو. چې له مخې به یې په ټانک تحصيل کې ۳۷ کلومېټره اوږد لښتۍ یا نهر وېستل کېږي. او د اوسنیو لښتیو ، ویالو نظام هم لا پسې ښه کول کېږي او نورې نالې او پلونه به هم جوړېږي.

دا د يو ايس اېډ ملکي ډائرېکټر جوک کونلي او د پاکستان لخوا د واپډا چېرمېن سيد راغب عباس لاس ليک کړو.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د امريکایي سفارتخانې وياندې ريان هېریس وويل، چې په دې منصوبه به دولس میلیون ډالر (يوکروړ شل لکه ډالره) لګښت راځي. له دې سره به کرونده ګرو له پاره د اوبه خور آسانتاوې پېدا شي او ۲۸ زره اېکړه زمکه به خړوبه شي او سيمه کې له وړاندې روانو منصوبو سره به په شرېکه دا منصوبه څه کم دوه لکه اېکړه زمکه اوبه کوي. چې ورسره به کروندګرو ته ګټه ورسي.

ريان هېرس زياته کړه، چې اول به د ځايي خلکو، کلنی یو فصل اخیستلو ځکه چې اوبه خور انتظام یې نشته. او ټولې زمکې باراني وې خو اوس به دا خلک دوه فصلونه اخیستلای شي او د هغې پېداوار به هم زيات وي.

د دې منصوبې د اهميت په اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د ګومل يونيورسټۍ وایس چانسلر او د سيمې په حالاتو نظر لرونکي ډاکټر منصور اکبر کنډی وايي، دا سيمه ډېره رزخېزه ده خو د اوبو د نشتوالي له لاسه ترې چا ګټه نه ده پورته کړې او دې منصوبې سره به د سيمې د خلکو تقدير بدل شي.

ډاکټر منصور کنډی زياتوي چې دا د پاکستاني حکومتونو نااهلي او کمزوري ده چې تر اوسه یې په دې سيمه کې داسې څه کار نه دی کړی، او دغسې منصوبې باید پنځوس کاله پخوا ترسره شوې واﺉ.
نوموړي زياته کړه، چې د امرېکا په مرسته روان ګومل زام ډيم سره به هم يو خوا د سيلابونو او باراني اوبو مخه ونيول شي او سيمه به له لویې تباهۍ خوندي شي نو بلخوا به هم دغه اوبه د بجلۍ جوړېدو سره سره اوبه خور او نورو مقصدونو له پاره هم پکار راوستل شي.

رياض موسه خېل - مشال رېډيو - اسلام آباد

XS
SM
MD
LG