د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ۱۱م سپټمبر تلین کې قامي پيوستون وستایلو





فرانس پریس اژانس لیکي ، امریکايانو چې تېره ورځ یانې ۱۱م سپټمبر په نیویارک د شويو ترهګر بریدونو یوولسم تلین لمانځلو نو د دغه ښار له پاسه اسمان هم هغسې شین وو لکه یوولس کاله مخکې چې وو.

د ۲۰۰۱ کال په هم دغه ورځ د القاعده ترهګرو دوه مسافر وړونکې امریکايي الوتکې په نیو یارک کې د نړۍ د سوداګریزه مرکز ( ورلډ ټرېډ سنټر ) له غبرګو برجونو سره وجنګولې او شاوخوا ۳۰۰۰ خلک یې ووژل.

اژانس د امریکا د ولسمشر باراک اوباما هغه وینا چې تېره ورځ یې د دې هیواد په پوځي مرکز پېنټاګون کې وکړه ، را اخیستې چې ویلي یې دي ، خلک به ۱۱م سپټمبر د ویرې او کرکې د یوې ورځې په توګه نه یاودي.

د نوموړي په خبره ، نړۍ تر مخکې زیاته محفوظه شوې ، قام يې لا پیاوړی شوی او خلک یو بل ته زیات نيږدې شوي دي.

فرانس پریس لیکي ، د ولسمشر اوباما اشاره د القاعده پر ضد زیاتو شویو حملو ته وه ، چې په ترڅ کې یې د دې شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن تېر کال په پاکستان کې ووژل شو.

د اژانس په خبره ، پر امریکا د ترهګر و بریدونو یوولسم تلین د تېرو کلونو په پرتله په سادګۍ سره ولمانځل شو. د نیویارک ښار په هغه ساحه کې چې د ورلډ ټرېډ سنټر ودانۍ په کې په نښه او له خاورو سره خاورې شوې ، او کومې ته چې اوس ګراونډ زیرو ویل کیږي ، په شویو ځانګړو مراسمو کې کوم امریکايي سیاستوال برخه وانه خیسته. دغه راز د یاد ښار د امنیت په برخه کې هم کوم خاص ګامونه نه وو پورته شوي.

هم د اژانس په لیکنه ، د امریکا په سر ښار واشنګټن کې بیا د دې هیواد په کانګریس کې د دواړو ګوندونو څه له پاسه ۲۷۵ استازي سره غونډ شول او له ترهګرۍ څخه د دغه هیواد د دفاع شریک عزم یې ښکاره کړ.

د امریکا په راتلونکیو ولسمشریزه انتخاباتو کې د براک اوباما سیال مېټ رومني وویل چې دی د یوې ورځې لپاره له ولسمشر سره خپل ټول اختلافات یوې خواته کوي او د یوولسم سپټمبر د پېښې د قربانیانو په یاد کې له نوموړي سره یو ځای کېږي.

خو فرانس پریس اژانس زیاتوي چې پر یوولسم سپټمبر د مصر او لېبیا خلکو په یو فلم د اعتراض په ترڅ کې چې وايي د اسلام دين ته په کې سپکاوی شوی دی، له غوصې ډکې مظاهرې وکړې.

د لیبیا مظاهره چیانو په ختیځ ښار بن غازي کې د امریکا پر ډپلوماټیک ماموریت حمله وکړه او یو امریکايي چارواکی یې وواژه.

اژانس لیکي چې افغان طالبانو په امریکا د شویو ترهګر بریدونو د یوولسم تلین په مناسبت په خپل یو پېغام کې ویلي چې له دغو حملو سره یې هیڅ تعلق نه وو، او د دوئ په خبره په افغانستان کې امریکا له یوې سختې ماتې سره مخامخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اژانس په وینا په افغانستان کې مېشت زیاتره بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پایه له دغه هیواده وځي او د امنیت ذمه واري به یې افغان ځواکونو ته وسپاري.

ژباړه: هارون باچا

XS
SM
MD
LG