د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه





د ملګرو ملتونو یوه ډله، چې په طالبانو د بندیزونو د اغیزو څارنه کوي، وایی، چې په دې ډلې نوي لګول شوي د بندیزونو نوې رژیم ممکن د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د څارنې یوې ډلې ویلي، چې د طالبانو پر ضد ددغه سازمان د بندیزونو نوې رژیم، که څه هم ددې ډلې مشران رامخکې کیدو ته هڅولې، خو لا هم له افغان حکومت سره د خبرو د پیل په وړاندې زیات خنډونه موجود دي.

اسو شیټیډ پریس خبري اژانس لیکي، دې ډلې، چې په طالبانو د لګول شویو بندیزونو د اغیزو څارنه کوي خپل رپورټ د سې شنبې په ورځ امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په طالبانو د بندیزونو نوي رژیم، چې د تیر کال په جون کې د القاعده او طالبانو د لسټ له جلا کیدو وروسته لګیدلې، د شتمنیو له کنګلیدو او په سفرونو له بندیزونو څخه د معافیت زمینه برابروي.

په رپورټ کې ویل شوي، چې ژر له هغه وروسته، چې امنیت شورا په القاعده او طالبانو بندیزونه جلا کړل، طالبانو په خبرو کې د شاملیدو لپاره خپله پریکړه اعلان کړه.

افغان حکومت او طالبانو دواړو د پخلاینې لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي، د حکومت په شرایطو کې د تاوتریخوالي پای ته رسول، له القاعده سره اړیکې شلول او د اساسي قانون منل شامل دي.

دا تقریبا هغه شرایط دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لسټ څخه د طالبانو د ځینو غړو د نومونو د لرې کولو لپاره وړاندې کړي وو.

په رپورټ کې ویل شوي، چې د سولې لپاره د طالبانو له شرایطو، چې پکې د بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشې کول او له تور لسټ څخه ددوی د نومونو ایستل شامل دي، دا ښیۍ، چې بندیزونو کار کړې دې.

په رپورټ کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت په برخه کې هم ځینو ستونزو ته اشاره شوې، خو ویل شوي، چې د څارنې ډله پدې اړه هیڅ راز شک نلري، چې دا نوې رژیم دې هدف ته د رسیدو لپاره د لارې د هوارولو په برخه کې مرسته وکړي.

امنیت شورا ته په وړاندې شوې رپورت کې ویل شوي، که دا بندیزونه په موثره توګه پلې شي، نو اغیزې به یی لا زیاتې وي.

طالبان د پنځو کلونو لپاره په افغانستان واکمن ول او د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ له واکه لرې کړای شول، چې له هغې راهیسې د ولسمشر کرزي د حکومت پر ضد جنګیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په طالبانو ددې لپاره بندیز ولګوو، چې امریکا او یا کوم دریم هیواد ته د محاکمې لپاره د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه.

په اسامه بن لادن په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارت د بمي حملو په تړاو د ترورزم تور پورې شوې وو.


ترتیب: حمید مهمند

XS
SM
MD
LG