د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار برید کې د مړیو شمېر ۱۲ تنو ته ورسېد





په کرم ایجنسۍ کې ترسره شوي پروني بمي چاؤدنه کې د مړیو شمیره دولس تنو ته ورسیدله، دا برید چې د پاړه چنار په چرګانو چوک کې شوې وو، د چارواکو په خبره، پنځه کسان ځای پر ځای ووژل شول او نورو اوو تنو په روغتون کې ساه ورکړه. په چاودنه کې ۸۵ کسان ژوبل شول چې ۳۵ ټپیان یې د ابتدايي درملنې وروسته فارغ کړي دي.

په پیښه کې د ټپیانو په اړه د پاړه چنار د لوی هسپتال مشر ډاکټر سید سلطان علي شاه مشال رېډیو ته وویل: (په چاودنه کې ۸۵ کسان ژوبل دي چې په هغو کې ۱۲ تنه سخت ټپیان یې پېښور ته د علاج لپاره استولي دي.)

بلخوا د شیعه مسلک تنظیم انجمن حسینیه د بې ګناه خلکو په وژنه په سیمه کې د دریو ورځو دویر اعلان کړې دې.

د تنظیم مرستیال سکرټر نثار حسین د مشال راډيو طارق اورکزي ته وویل، چې دوی په احتجاج کې نن د نهې په ورځ د پاړه چنار بازار د بندلو فیصله هم کړېده.

( موږ د درو ورځو ویر اعلان کړی، ډله ییزه قرآن خواني به کېږي، او په احتجاج کې به بازار ټوله ورځ بند وی.)

نثار حسین وايي، په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي خپل خپلوانو ترلاسه کړل. او ډېری یې په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاور ته وسپارل شول.

په کورمه کې د مري تړون وروسته امنیتي وضعه ښه شوې وه خو د اوسنۍ چاودنې په باب د سني ډلې مشر محمود حاجي وايي، دغه ډول پېښې د سیمې امن خرابولو یو سازش دی. ده وویل چې د سیمې په امنیت خرابولو دوی خپه دي او د وژل شويو کسانو په مړینه خواشیني دي.

(د امن تړون لاندې تر پاکزیو، جېلامیو او چاردېواره پورې بې کوره شوي خلک راغلو چې خپل ژوند بیرته شورو کړي، او د خلکو خپلو سیمو ته راتګ د دې نښه ده چې په سیمه کې امن دی خو اوس د بې ګناه ولس په مینځ کې چاودنه کول د پاړه چنار د خلکو خلاف یو سازش دی. او موږ دا عمل غندو.)


د خېبر پښتونخوا ګورنر بېریسټر مسعود کوثر هم پاړه چنار پیښه په سختو ټکو کې غندلې ده. او ویلي دي هر څوک که د سیمې امنیت ګډوډوي نو پر ضد به یې کلک ګام اخلي.

د ګورنر دغه خبره د کورمې اجنسۍ پولیټیکل اجنټ شاولي شاه مشال رېډیو ته وکړه او زیاته یې کړه چې ګورنر ورته هدایت کړی چې د ژوبلو کسانو هر ډول مرسته وکړي.

دی وايي، چې په برید کې یو موټر ګاړی استعمال شوی وو، خو په دې اړه یې پلټنې پیل کړې چې دا یو ځانمرګی برید وو که ریموټ کنټرول چاودنه وه.

ددې برید پړه د تحریک طالبان غازي ډلې په غاړه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG