د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د ۱۱م سپټمبر ترهګر بريدونو ۱۱م تلين لمانځي




په دې پيښه کې نږدې درې زره کسان وژل شوی وو. په نيويارک کې به د وژل شوو کسانو خپلوان د ورلډ ټريډ سنټر له برجونو سره چې يو وخت هلته ولاړ وو، د پيښي د قربانيانو نومونه اخلي.

په تيرو يوولس کلونو کې نژدې یو زر نور کسان د وران شوو برجونو له زهرجنو دوړو د ناروغه کيدو وروسته مړه شوي دي.

ټاکل شوې ده د پينټاګون او د پینسلوېنیيا په پټيو کې به دستوري کيږي. هلته هم د القاعده لخوا تښتول شوې الوتکې له ودانیو سره وجنګول شوې.

د یولسم سپټمبر پېښه نېغ په نېغ له افغانستان سره اړه لري چې له لاسه یې د امریکا په مشری نړیوال اېتلاف د طالبانو رژیم نسکور کړ.

امریکا هغه مهال پر طالبانو غږ کړی وو چې په افغانستان کې دېره د القاعده مشر اسامه بن لادن دوی ته وسپاري چې طالبانو یې غوښتنه ونه منله او دا وو چې په نتیجه کې یې د طالبانو واکمني راچپه کړه او ایامه بن لادن بیا وروسته د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي ځواکونو په یوه چاپه کې ووژل شو.


د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د دوشنبې په ورځ د پېنسلوېنېيا د شانکسويلي پر ځای جوړې شوي غونډي ته وويل ، امريکا به تل د وروړاندو خطرونو په مقابل کې بيداره اوسي....

( نن موږ د هغي ژمني د بيا نوي کولو لپاره راغونډ شوي يو، موږ د سپټمبر د يوولسمي په پيښه کې له وژل شوو سره ژمنه کوو، د هغوی له کورنيو سره او له ټولو امريکايانو سره ژمنه کوو چې موږ به تل خپلي خاوري ته د ورڅېرمه خطرونو په مقابل کې بيداره اوسو او هيڅوک، هيڅوک په امريکا متحده ايالاتو بريد نه کولای شي او نه ځان خلاصولای شي.)

ولسمشر باراک اوباما به پينټاګون ته تر تلو له مخه په سپینه ماڼۍ ( وائټ هاوس( کې د یولسم سپټمبر تلين لمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG