د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار: چاودنې نهه تنه وژلی ۶۱ ژوبل




د کورمې د پاړه چنار په کشمیر بازار کې یوې زورورې بمي چاودنې تر اویاوو ډیرو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د راپورونو له مخې چاودنه نن د دوشنبې په ورځ ماسپښين مهال د پاړه چنار ښار په مرکزي برخه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې وشوه.

یوه ځايي امنيتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي له مشال راډيو سره په خبرو کې د پینځو تنو د مرګ او څلویښتو نورو د ټپي کیدا راپور تائيد کړ خو زیاته يې کړه چې اصل شمیر تر دې هم لوړیدی شي.

دغه چارواکی وايي چاودنه په هغه موټر کې وشوه چې د پاړه چنار په چرګانو چوک نومي څلور لارې کې درول شوی و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چاودنه د ملکي خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او یوشمیر ودانیو ته يې هم زیان اړولی.

په عین حال کې په پاړه چنار کې د ځايي روغتون چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په چاودنه کې نهه تنه وژل شوي تر شپيتو زیات ټپیان دي چې ډیری يې پکې سخت ژوبل دي.

پاکستاني رسنۍ د پاړه چنار د ولسي روغتون د سرچینو له خولې راپور ورکوي، چې تر دې دمه دغه روغتون ته د پينځو تنو مړي او پینځه پنځوس تنه نور په ټپي حالت کې لیږدول شوي دي.

پاړه چنار د کورمې اېجنسۍ یو له هاغه نا امنه ښارګوټو دی، چې له تیرو څو کلونو راهیسې پکې د شعیه او سنيانو ترمنځ په بیا بیا بریدونه او نښتې کیږي.

په دغه سیمه کې که څه هم د دواړو مذاهبو پلويان ژوند کوي، خو د بازار ډیری برخه د شعیه ګانو په واک کې ده.
سره له دې چې په دې وروستیو کې د دواړو ډلو ترمنځ د یوې جرګې له مخې اوربند اعلان شوی خو بیاهم په مرموزه توګه د دواړو لوریو خلک وژل کیږي.

د نننۍ چاودنې په باب وروستي راپورونه وايي، چې د پيښې ډيری قربانیان شعیه ګان دي خو پخپله شعیه ګانو لا په دې باب څه غبرګون نه دی ښودلی.

مشال راډيو هڅه وکړه، چې په دې باب د ځايي چارواکیو نظر ترلاسه کړي خو له پرله پسې هڅو سره سره بیاهم خبرو ته حاضر نه شول.

په تیرو وختونو کې شعیه او سنیانو ددغه ډول پيښو مسوولیت پر یو بل اچولی او ډیری ځل په لا خونړیو پيښو او اوږدو جنګونو اوښتي خو د نننۍ چاودنې په باب لا دغو ډلو تر دې مهاله هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

مجیب الرحمان انګار

XS
SM
MD
LG