د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا:- د طالبانو ضد ملي پاڅون پیل شو


د اریوب ځاځي اوسېدونکو د طالبانو ضد ملي پاڅون وکړ
د اریوب ځاځي اوسېدونکو د طالبانو ضد ملي پاڅون وکړ



د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کی د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) پرضد ملي پاڅون پیل شو .

د پاڅون اصلي موخه داده چی بهرني او هغه وسله وال له خپلې سیمې وشړي چې ددوی مشران ، علما، استادان او قومي مشران پر پله پسې وژني.

د سیمې ځايي اوسېدونکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له کړنو ترپوزې راغلي او نن یې پر ضد ملي پا څون پیل کړ.


دغه ملي پاڅون نن ګهیځ پیل شوی او ډیری سیمې یې له وسله والو پاکې کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې لا کره معلومات نشته .

د طالبانو پر ضد ملي پاڅون له هغې وروسته پیل شو چې څه موده وړاندې هغوی د اریوب ځاځیو یو مخور دیني عالم ظهور الدین چی یوه دیني مدرسه یې درلوده شهید کړ.

وروسته له هغه قاري عبدالرزاق ، د رقیانو دلېسې یو تکړه استاد نورالله خان او همدارنګه د یاد ښوونځي دوه تنه ساتونکي یې هم ووژل.

د سیمې ځايي اوسېدونکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له کړنو ترپوزې راغلي او نن یې پر ضد ملي پا څون پیل کړ.

دا په داسی حال کی ده چې مخکې تر دې په غزني ، فاریاب ، ننګرهار او لغمان کې هم د طالبانو پرضد ورته پاڅونونه شوي دي.

رو ح الله سمون

XS
SM
MD
LG