د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د باګرام زندان واک غواړي




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له نېټو څخه غوښتنه کړېده چې د باګرام د زندان واک دي تر دوشنبې پورې افغان چارواکو ته وسپاري.

د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي له دفتر څخه په خپور شوي یو بیان کې د ایساف ځواکونو پر لوړپوړو کومندانانو ، پر امریکايي جنرال جان اېلن او په کابل کې د امریکا پر سفیر جېمز کهنګم غږ شوی، افغان حکومت تمه لري چې په مارچ کې د لاس لیک شوي یاداښت له مخې به د زندان چارې تر دوشنبې دوی ته وسپارل شي.

هغه وخت ولسمشر کرزي له امریکا سره د خپل هیواد د اوږدمهاله اړیکو په لړ کې د دې زندان د واک ور سپارل کېدو غوښتنه کړې وه.

افغان ولسمشر اوس ویلي چې که چیري د دې زندان د واک افغان چارواکو ته سپارل تر دوشنبه وځنډېدل نو دا به د هغه په خبره د افغانستان پر خپلواکۍ تېری وي.

د اوپن سوسایټي فاونډېشن په نامه یو امریکايي ادارې د پنجشنبې په ورځ په یو رپوټ کې وویل داسې ښکاري چې امریکا غواړي چې د ۲۰۱۲م کال تر سپټمبر وروسته هم د دې زندان د بند واک له ځان سره وساتي.

XS
SM
MD
LG