د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، د حقاني وسله واله ډله هغه ټول شرطونه پوره کوي چې د بهرني ترهګر سازمان په نوم ونومول شي.
هیلري کلنټن د خپل هیواد کانګرس خبر کړی دی چې حقاني اورپکه شبکه دې د ترهګرې ډلې په توګه په تور لېسټ کې شامله کړل شي. له دې کار سره به له دې ډلې سره هر ډول مالي او مادي اړیکي او مرستې جرم بلل کېږي.
د حقاني وسله والې ډلې، د پاکستان له دې ډلې سره د اړیکو د تورونو او د امریکا له خوا د دې شبکې د ترهګر سازمان په نوم د نومولو پرېکړې په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونیری دا ځانګړی بحث کړی دی چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.