د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د حقاني ډلې ضد اقدام هرکلی کوي



کابل - افغان حکومت د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه د امریکا د پرېکړې کلک ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا به د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې یو مهم ګام وي.


دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکي وايي، نن به د دې هیواد کانګریس ته د ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه خپله پرېکړه وسپاري.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي، د بهرنیو ترهګرو ډلو په تور لسټ کې د حقاني شبکې شاملول به د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو د منځه وړلو لپاره یو مهم او لوی ګام وي.

صدیق صدیقي په دې اړه فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د حکومت دا پریکړه به حقاني شبکه په کلکه وځپي او د هغه په وینا دا ګام به په عین حال کې طالبانو ته هم یوه سخته ضربه وي.

افغان او امریکايي مقاماتو په وار وار له پاکستانه غوښتنه کړې، چې د حقاني شبکې له منځه وړلو له پاره جدي او ریښتنیي ګامونه واخلي.

ویل کېږي حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.

بل خوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا حکومت تیاری نیسي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه نن کانګریس ته خپله پرېکړه وسپاري.

د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې له شاملېدو سره به له دې ډلې سره هر ډول همکاري جرم ګڼل کېږي او د دې ډلې او ورسره د مرستو کوونکو اشخاصو شتمنۍ به کنګل کیږي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا په تیره جون میاشت کې ویلي ول، په پاکستان کې د حقاني شبکې د خوندي پټنځایونو له امله د اسلام اباد پر وړاندې د واشنګتن صبر په ختمیدو دی.

امریکا او افغانستان حقاني شبکه په کابل کې د امریکا پر سفارت او نورو دغه شان سترو حملو مسووله ګڼلې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، یو شمېر لوړ رتبه امریکايي مقامات په دې استدلال سره چې په تور لسټ کې د حقاني شبکې شاملول به ښايي د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي لا پسې خرابې کړي، د دې اقدام مخالفت کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پوځي مقامات وايي چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې د حقاني شبکې شاملول به د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په شان هیوادونو کې د دې ډلې مالي منابع کمزورې او محدود کړي او دا ګام به پاکستان هم اړ کړي چې د حقاني شبکې پر ضد عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG