د مستونګ سیمې لیويز چارواکي وايي؛ نن غرمه نامالومه وسله والو په سیمه کې په افغانستان کې مېشت ناټو ته پر تېل وړونکو دوو ټانکرو برید کړی، چې د هغوی په خبره په ټانکرو اوور لګېدلی، او په ترڅ کې يې دواړه ټانکرې ویجاړي شوېدي. په دې پېښه کې د هیڅ ځاني زیان رپوټ نه دی ورکړل شوی .
د پېښي مسوولیت لاهم کومې ډلې قبول کړی نه دی. خو تردې وړاندې هم په بلوچستان کې ناټو ته پر تېل او سامان وړونکو کنټينرو او ټانکرو بریدونه شوي.